د لاس رسي وړ اتصالات

افغان الف ټیم بنګله دېش الف ټیم ته دویمې لوبې کې هم ماتې ورکړه


افغانستان د پنځو لوبو په روانې لړۍ کې ۲-۰ مخکې دی
افغانستان د پنځو لوبو په روانې لړۍ کې ۲-۰ مخکې دی

د یکشنبې د ورځې (جولای۲۱) دغې لوبې کې افغانستان الف لوبډلې د پچې له ګټلو وروسته بنګله دېش ته د منډو کولو بلنه ورکړه.

د بنګله دیش د کرکټ الف ټیم په ۵۰ اورونو کې ۲۷9 هدف ورکړی چې افغانستان پوره او لوبه یې وګټله.

افغانستان د کرکټ الف ټیم د پنځو لوبو په روانې لړۍ کې۲-۰ مخکې دی.

په افغان منډه جوړوونکو کې تر ټولو ډېرې منډې ابراهیم ځدران وکړې. ابراهیم ځدران په ۱۲۷ منډو وسوځېده، هغه شپږ څلوریزې او څلور شپږیزې ووهلي.

په ۱۷ توپونو د شرف الدین اشرف ۳۴ چټکو منډو د افغانستان د الف ټیم بری یقیني کړی، ده درې شپږیزې هم ووهلې او په باولینګ کې یې هم یو کس سوځولی و.

په افغان بالرانو کې کریم جنت درې کسان وسوځول. کریم جنت ۲۴ منډې هم وکړې.

دا د افغانستان او بنګله دیش د الف ټیمونو ترمنځ د پنځو لوبو لړۍ ده چې اوله یې هم افغانستان ګټلې وه.

XS
SM
MD
LG