د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کرکټ ځانګړی ټلوېزیوني چینل جوړېږي


افغان کرکټ بورډ تر دې مخکې ځانګړی چینل نه لاره
افغان کرکټ بورډ تر دې مخکې ځانګړی چینل نه لاره

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، ډېر ژر به د «افغانستان کرکټ بورډ ACB_TV» په نوم یو ځانګړی نړیوال ټلوېزیوني چینل په کار پیل وکړي.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د چهارشنبې په ورځ د سپټمبر پر۱۸ «وږې۲۷ مه» امریکا غږ ته وویل، چې د یاد ټلوېزیوني چینل د جواز اخیستلو په ګډون یې لومړنۍ چارې د بشپړېدو په حال کې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د کرکټ بورډ په دغه ځانګړي ټلوېزیوني چینل کې به د کرکټ مینوالو لپاره د افغان لوبډلو د ټولو لوبو ترڅنګ، نړیوالې لوبې او د کرکټ اړوند معلومات او تبصرې خپرېږي.

هوتک وویل:"د افغانستان کرکټ بورډ رهبرۍ دې کار ته لومړیتوب ورکړی دی، انشاءالله ډېر ژر به د کرکټ د یو ځانګړی ټلوېزیون د جوړېدو چارې هم تر سره شي، د جواز په ګډون یې لومړنۍ چارې د بشپړېدو په حال کې دي."

د نوموړي په وینا د دغه ټلوېزیوني چینل ټول لګښت د کرکټ بورډ له بودجې څخه ورکول کېږي.

د افغانستان کرکت بورډ پر داسې مهال د یو ځانګړي ټلوېزیوني چینل د جوړېدو خبر ورکوي، چې تر دې مخکې دغه بورډ خپل لوبې د افغانستان له خصوصي ټلوېزیونونو سره د یو قرارداد له‌مخې خپرولې.

په افغانستان کې که څه هم د کرکټ، فوټبال، تکواندو، والیبال، باسکټبال، بایسکل ځغلونې او نورو لوبو ګڼ فدارسیونونه فعالیت کوي، خو تر دا مهاله یې یو فدراسیون هم ځان ته ځانګړی ټلوېزیوني چینل نه لري.

دا مهال افغانستان کې یوازې د « ۳ سپورټ» په نوم یو خصوصي ورزشي ټلوېزیوني چینل فعالیت کوي.

XS
SM
MD
LG