د لاس رسي وړ اتصالات

د نړیوال جام لپاره د ګلبدین نایب په مشرۍ ملي لوبډله اعلان شوه


د افغانستان کرکټ بورډ د ۲۰۱۹ مېلادي کال د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام لپاره خپل ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

د کرکټ بورډ د غوراي کومېټې د معلوماتو له‌مخې په دغه لوبډله کې د ملي لوبغاړو له منځه پياوړي لوبغاړي غوره شوي دي.

د دوشنبې په ورځ د افغان کرکټ بورډ پر وېب سایټ په خپاره شوي راپور کې ویل شوي، چې په یاده ۱۵ کسیزه لوبډله کې"ګلبدین نایب لوبډلمشر، شهزاد محمدي ویکټ ساتونکی، نورعلي ځدراڼ، حضرت الله ځاځی، رحمت شاه، اصغر افغان، حشمت الله شهیدي، نجیب الله ځدراڼ، سمیع الله شینواری، محمد نبي، راشدخان ارمان، دولت ځدراڼ، افتاب عالم، حمید حسن او مجیب ځدراڼ" شامل دي.

افغان کرکټ بورډ وايي، چې دغه راز درې لوبغاړي اکرام علي خېل، کریم جنت او سعید شېرزاد د احتیاطي لوبغاړو په توګه غوره شوي دي.

غوراوي کمېټه وايي، چې یاده لوبډله د هغو ۲۳ لوبغاړو له منځه غوره شوې چې دامهال په سویلي افریقا کې پر تمریناتي کمپ او لوبو بوخت دي.

کرکټ بورډ ویلي چې دوی د یاد تمریناتي کمپ په ترڅ کې د هر لوبغاړي فټنس، پرفارمنس او کړنې کتل شوې او په پایله کې یې د غوراوي کمېټې له لوري غوره لوبغاړي ټاکل شوي.

د افغان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر دولت خان احمدزي د اعلان شوې لوبډلې په اړه ویلي چې ټول لوبغاړي د شپږو میاشتو لړۍ او چمتووالي وروسته غوره شوي.

احمدزي ویلي: "د غوراوي کمېټې د مشر په توګه مې دا مسوولیت و چې یوه ډېره پیاوړې لوبډله غوره کړم، په مخ کې مې خنډونه هم موجود وو، خو موږ ترې غوره لوبغاړي انتخاب کړي، تر ډېره مو د دوی تجربې، د لوبې توازن، اقلیم او د لوبغاړو فام ته لومړیتوب ورکړی دی؛ نو هیله لرم چې غوره شوې لوبډله به له کومې وېرې پرته ډېره ښه ولوبېږي او هر لوبغاړی به له ځانه ډېره وړتیا وښيي."

نوموړي د حمید حسن بیا راتګ یو ښه زېری بللی خو زیاته کړې ده چې په راتلونکو تمریناتي لوبو کې به د هغه فټنس او پیاوړتیا بیا هم ارزول کېږي.

د کرکټ نړیوال جام لوبې د روان ۲۰۱۹کال په جون او جولای میاشتو کې د انګلستان په ویلز ښار کې تر سره کېږي.

XS
SM
MD
LG