د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کرکټ تجارتي سیالۍ په اماراتو کې کیږي


افغانستان د تیرو دریو کلونو راهیسې د شپږیزې په نوم په کابل کې د کرکټ سوداګریزې لوبې ترسره کوي.
افغانستان د تیرو دریو کلونو راهیسې د شپږیزې په نوم په کابل کې د کرکټ سوداګریزې لوبې ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د افغانستان د پریمیر لیګ "اې پي ایل" سیالۍ به په عربي متحده اماراتو کې ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ اعلامیه وايي چې د اماراتو کرکټ بورډ د افغانستان د کرکټ بورډ سره موافقه کړې، چې د افغانستان د پریمیر لیګ یا "اې پي ایل" سیالۍ به د اکتوبر په میاشت کې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

دا اعلامیه وايي، چې د متحده عربي اماراتو کرکټ بورډ د کرکټ نړیوالې شورا ته په یو لیږلي لیک کې ویلي، چې دا هیواد په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د غوره لیګ "اې پي ایل" سیالیو له ترسره کولو سره موافق دي.

افغانستان په لومړي ځل د سوداګریزې شل اوریزې سیالیو دا لوبې د "اې پي ایل" په نوم ترسره کوي. ددې لوبو تړون د روان میلادي کال د جنورۍ په میاشت کې لاسلیک شوی وو.

د "اې پي ایل" دا غوره لیګ به پنځه لوبډلې ولري، په ټوله کې ۲۳ شل اوریزې تجارتي لوبې به ترسره شي او هره لوبډله به د یوې تجارتي کمپنۍ له خوا د بولۍ له لارې واخیستل شي.

پدې سیالیو کې به له اویا نه زیات لوبغاړي ولوبیږي. په دې سیالیو کې به تر څلوېښتو پورې بهرنیو لوبغاړو ته هم ځای ورکړل شي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د "ای پي ایل" دا سیالۍ به د اکټوبر له پنځمې نه تر ۲۳ نیټې پورې دوام وکړي.

افغانستان د کرکټ بورډ د تیرو دریو کلونو راهیسې د "شپږیزې" په نوم په کابل کې د کرکټ سوداګریزې لوبې ترسره کوي.

تیرکال په دغو لوبو کې د افغان لوبغاړو ترڅنګ یو شمیر بهرنیو لوبغاړو هم برخه اخیستې وه

XS
SM
MD
LG