نا امنۍ، د رایو د پاڼو کموالی، په ځینو سیمو کې د یو شمېر زورواکانو او د کمیسیون د کارکوونکو له لوري د ځینو مشخصو کاندیدانو په ګټه کار او د رایوصندقونو ډکول، په لومړي دور ټاکنو کې لویې ستونزې وبلل شوې .
خو داسې ښکاري چې د دغو ستونزو له اړخه د انتخاباتي ډلو اندېښنې لا هم په خپل حال دي،د عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي انتخاباتي ډلې یادې شوې ستونزې په دویم پړاوو ټاکنو کې هم لويي ننګونې بولي .
د ښاغلي عبدالله یو انتخاباتي مسول نجیب یوسف وايي، نا امني هماغسې په خپل حال پاتې ده او ممکن، د دویم دور ټاکنو ځینې بدې تجربې بیا تکرارې شي.
ښاغلي یوسف د ټاکنو له خپلواک کمیسیون نه وغوښتل چې، به دویم پړاوو انتخاباتو کې د دوی ورکړل شویو مشورو او وړاندیزونو ته جدي پاملرنه وکړي.
(هغه څه چې موږ پرې نیوکې کړي، اعتراض مو پرې کړی او له کمیسیونونو سره مو شریک کړي،باید دوی هغه تېروتنې سمې کړي چې انتخابات شفاف ترسره شي.
او هغه څه چې په موږ پورې اړه لري، موږ به یې هم په سم ډول د ترسره کولو هڅه کوو. )
دا یوازې د ښاغلي عبدالله انتخاباتي ډله نه ده چې، دویم پړاوو ټاکنو کې د یادو ستونزو د تکرار په اړه اندېښنه لري، د اشرف غني احمدزي انتخاباتي ټیم هم هم ورته اندېښنه لري.
د ښاغلي احمدزي د انتخاباتي ډلې غړي محمد قاسم حلیمي وویل:
( موږ په تېرو ټاکنو کې د امنیتي ځواکونو له فعالیت نه خوشحاله یو، خو باید امنیتي ځواکونه او نور چارواکي بې طرفه شي، باید په تېرو ټاکنو کې درغلۍ کوونکي عدلي او قضايي ارګانونه ته وسپارل شي او همدغه راز باید د لومړي دور انتخاباتو بدې تجربې تکرارې نه شي .)
خو هغه څه چې دواړه انتخاباتي ډلې او کمیسیون یې په اړه یوه خوله دي، په دویم دور انتخاباتو کې هم د خلکو پراخ ګډون دی، دوی هیله ښي چې په امنیتي فضا کې د لومړي دور انتخاباتو ترسره کولو خلک هڅولي چې هماغه ډول په دویم دور کې هم برخه واخلي.
له لومړي دور ټاکنو ترلاسه شوې تجربې:
په همدې حال کې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي له لومړي دور نه یې ډېرې تجربې ترلاسه کړي چې د دویم دور انتخاباتو په ښه او شفاف ترسره کولو کې به ورسره مرسته وکړي .
د کمیسیون ویاند نور محمد نور وايي امنیتي ځواکونو ورته ډاډ ورکړی چې د لومړي دور په څېر به د دویم دور انتخاباتو امنیت هم، ښه ټېنګ نیسي.
( د لومړي دور ټاکنو د بریالیتوب تر څنګ ځینې ستونزې هم وې، موږ دغه ستونزې په نښه کړي او د حلولو لپاره مو ځانګړې کړنلاره جوړه کړې ده .
امنیت یوه ستونزه ده، خو امنیتي ځواکونو ډاډ راکړی چې د لومړي دور ټاکنو غوندې به د دویم دور انتخاباتو امنیت هم ټینګ نیسي.)
ښاغلي نور وویل هغه درې زره کارکوونکي یې په نښه کړي او له کارې شړلي چې په تېرو ټاکنو کې یې د مشخصو کاندیدانو لپاره کار او درغلۍ کړې وې.
د رایې اچونې محلونه زیاتېږي:
د انتخاباتو د کمیسیون ویاند نور محمد نور وايي، په پام کې لري چې د راتلونکو ټاکنو لپاره شاوخوا ۲۴ زره انتخاباتي محلونه پرانیزي، چې په لومړي دور کې دغه محلونه څه باندې ۱۹ زره و .
د دې تر څنګ به د انتخاباتو په ورځ یو سل او لس زره (۱۱۰۰۰۰) کسان په انتخاباتي مرکزونو او محلونو کې پر دندو ګماري .
د انتخاباتو کمیسیون وايي د دویم دور ټاکنو لپاره یې وار د مخه ۱۵ میلیونه رایې پاڼې چاپې کړي او کابل ته یې رسولي چې نورو ولایتونو او ولسوالیو ته یې واستوي .
د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د اپریل په پنځمه ترسره شول چې هېڅ یو کاندید په کې ۵۰ فیصده جمع یوه رایه پوره نه کړه چې منتخب ولسمشر شي.
اوس به د جون په ۲۴ نېټه ، دویم دور انتخابات کیږي، د عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي ترمنځ هر چا چې ډېرې رایې یوړلې،هماغه به د افغانستان منتخب ولسمشر اعلانیږي.