د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې د افغانستان سفارت د پخواني حکومت د دپلوماتانو له وتلو وروسته عملیات وځنډول - سرچینې


په نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت
په نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت

په هند کې د افغانستان سفارت دریو مقاماتو د جمعې په ورځ سپتمبر ۲۹ (تلې ۷) د رویټرز اژانس ته وویل چې د افغانستان سفارت خپل ټول فعالیتونه وروسته له هغه وځنډول چې سفیر او نور جګپوړي دپلوماتان په اروپا او امریکا کې د پناه اخیستو وروسته له نوي ډهلي څخه ووتل.

هند تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو تر واکمن کیدو وروسته یې په کابل کې خپل سفارت وتاړه. خو نوي ډهلي د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت له خوا ټاکل شوي سفیر او دپلوماتانو ته اجازه ورکړې وه چې د ویزو ورکولو او سوداګرۍ اړوند مسایل پرمخ بوزي.

په هند کې د افغانستان سفارت چارواکو ویلي چې لږ تر لږه پنځه افغان دپلوماتان له هند څخه وتلي دي.

خو په هند کې د افغانستان سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د کوربه هېواد له لورې د دپلوماټیک ملاتړ د نشتوالي، د کابل د حکومت نه رسمیتوب او د پرسونل د کموالي له امله چې د خدمتونو د وړاندې کولو د خنډ لامل شوي، د دې سفارت د فعالیتونو د ځنډولو پریکړه وشوه.

خو بیا هم په اعلامیه کې ویل شوي چې افغان اتباعو ته به بیړني قونسلي خدمات دوام ولري.

یو افغان چارواکي ویلي، د هند حکومت به اوس د افغانستان د دپلوماتیک مرکز [سفارت] سرپرستي په غاړه واخلي.

په نوي ډهلي کې د هند د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي د دې موضوع په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې پرته له دې چې نور جزئیات ورکړي، وویل چې دوی دغه پرمختګونه څاري.

په کابل کې سمدستي په دې اړه د تبصرې لپاره طالب چارواکو ته لاسرسی نه و.

هند یو له هغو لسګونو هیوادونو څخه دی چې په کابل کې د سوداګرۍ، بشري مرستو او طبي مرستو د اسانتیاوو لپاره یو کوچنی ماموریت لري. په ۲۰۱۹-۲۰۲۰ کې د هند سره د افغانستان دوه اړخیزه سوداګري ۱،۵ میلیارد ډالرو ته رسیده، خو د طالبانو د حکومت د واکمنۍ وروسته دا کچه خورا کمه شوی ده.

د روانې میاشتې په پیل کې په هند کې په سلګونو افغان محصلینو د ویزو له پای ته رسیدو سره سره په نوي ډهلي کې مظاهره وکړه او د هند له حکومت څخه یې وغوښتل چې د دوی د اوسیدو موده وغځوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG