په پاکستان کې د افغان محصلینو لپاره د لوړو زده کړو د زرګونو بورسونو له اعلان وروسته یو شمېر افغانې محصلانې وايي چې دا د دوی لپاره یو ښه فرصت دی او باید ترې استفاده وکړي.
د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې افغان زده کوونکو ته د "علامه اقبال" د تحصیلي بورسونو د لړۍ په درېیم پړاو کې په راتلونکو دریو کلونو کې په پاکستاني پوهنتونونو کې د ۴۵۰۰ بورسونو د ورکولو اعلان کړی دی.
د صفیې په نوم یوې افغان محصلې د دغو بورسونو لپاره د ازموینې له ورکولو وروسته امریکا غږ ته وویل: "دا امتحان زموږ لپاره یوه موقع ده چې وشو کولی خپل درسونه مخکې یوسو، ځکه چې متاسفانه په افغانستان کې د شاګردانو لپاره درسونه بند شوي دي هغوی کولی شي چې د دغو سکالرشیپونو له لارې خپل درسونه مخکې یوسي."
د دغو بورسونو د ترلاسه کولو لپاره په سلګونو افغان زده کونکو د شنبې په ورځ د پاکستان په پوهنتونونو کې د لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې د زدکړو لپاره د کانکور ازموینې ورکړې.
پاکستاني چارواکو ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ورسره موافقه کړې چې افغان نجونو ته په دې شرط په پاکستان کې د لوړو زده کړو اجازه ورکړل شوې چې ورسره یو نارینه محرم ته هم ویزې ورکړل شي.
یوې بلې افغان محصلې امریکا غږ ته وویل چې د دغو بورسونو د ازموینې لپاره له خپل پلار سره د تورخم په دروازې اوښتې او له هغه ځایه له خپلو ملګرو سره په پېښور کې د ازموینې ځای ته ځان رسولی دی.
د پاکستاني چارواکو د معلوماتو په اساس د دغو بورسونو لپاره څه باندې ۵۰۰۰ زره افغان نجونو او له ۱۵ څخه زیاتو نارینه محصلانو نوم لیکنه کړې ده.
افغان محصل ریاض الله چې په دې ازموینه کې یې ګډون کړی امریکا غږ ته وویل نجونې په افغانستان کې له زده کړو محرومې دي او هغوی ته په کار ده چې له دې فرصت څخه په استفادې خپلې لوړې زده کړې بشپړې کړي.
ریاض الله زیاته کړه: "بدبختانه که موږ وګورو په افغانستان کې نجونې ته دا موقع ډېرې کمې دي چې په خپل وطن کې دوی لوړې زده کړې وکړي، زه په هغوی باندې غږ کوم چې راشي او له دې موقع څخه زیاته ګټه واخلي."
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر افغان کاروونکي د طالبانو پر حکومت نیوکه کوي چې په خپل وطن کې افغان نجونو ته د لوړو زده کړو اجازه نه ورکوي او دوی اړ دي چې د زده کړو لپاره له خپل هېواد څخه بهر لاړې شي.
د کلثوم برېښنا په نوم یوې افغانې په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي دي: "په پاکستان کې هرڅه روا خو په وطن کې ناروا دي، که وطن کې یې پلرونه تر پوهنتونه ورسره ځي بیا هم حرام دی."
طالبانو سمدستي په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی او نه یې په پاکستان کې افغان نجونو ته د زده کړې د اجازې ورکولو په اړه تبصره کړې ده.
په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په بهرنیو هیوادونو کې افغان زده کوونکو ته د بورسونو د ورکولو بهیر تر ډېره په ټپه درېدلی دی او پخپله په دغه هېواد کې دننه هم نجونې له زده کړو محرومې شوې دي.
طالبانو په تیرو څه باندې دریو کلنو کې نه یوازې له شپږم ټولګي پورته د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز لګولی دی، بلکې بهر ته یې هم د زده کړو لپاره د یو شمیر هغو نجونو د سفر مخه نیولې ده چې تیرکال له کابل څخه د متحده عربي اماراتو د دوبۍ ښار ته روانې وې.
فورم \ دبحث خونه