د لاس رسي وړ اتصالات

'طالبانو په مشروط ډول په پاکستان کې افغان نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړې'


کابل پوهنتون ۲۰۲۲ کال
کابل پوهنتون ۲۰۲۲ کال

پاکستاني چارواکي وايي په افغانستان کې د طالبانو حکومت موافقه کړې چې افغان نجونو ته په دې شرط په پاکستان کې د لوړو زده کړو اجازه ورکړل شوې چې ورسره د ملګرتیا لپاره د دوی نارینه سرپرستانو ته هم ویزې ورکړل شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په سلګونو افغان زده کونکو د شنبې په ورځ د پاکستان په پوهنتونونو کې د لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې د زدکړو ترلاسه کولو لپاره د کانکور ازموینې ورکړې.

د چارواکو په وینا په پېښور او کوټې ښارونو کې افغان کډوال د ازموینې ورکولو لپاره ټاکل شویو مرکزونو ته تللي او په راتلونکو څو ورځو کې به په افغانستان کې دننه زده کونکي هم په انلاین توګه په دې ازموینه کې برخه واخلي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان د دې ازموینې په پیل کې اعلان وکړ چې د ۵۰۰ نجونو په ګډون کابو ۲۱۰۰۰ افغان زده کوونکو د راتلونکي دوبي ښوونیز پړاو لپاره خپل غوښتنلیکونه سپارلي دي.

د صادق خان دفتر د شنبې په ورځ، جنوري ۲۵ (سلواغې شپږمه) د ازموینو په دغو مرکزونو کې د افغان زده کونکو "د پام وړ ګډون" خبر ورکړ خو مشخصه شمیره یې وړاندې نه کړه.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي د ایکس پر ټولنیزې شبکې لیکلي: "په پېښور او کوټه کې د علامه اقبال د سکالرشپ په بشپړ ډول تمویل شوي ازموینې مرکزونو کې د افغان زده کونکو ګډون د پام وړ و، چې په پاکستان کې د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو لپاره د دوی لیوالتیا ښيي."

طالبانو سمدستي په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی او نه یې په پاکستان کې افغان نجونو ته د زده‌ کړې د اجازې ورکولو په اړه تبصره کړې ده.

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په بهرنیو هیوادونو کې افغان زده کوونکو ته د بورسونو د ورکولو بهیر تر ډېره په ټپه درېدلی دی او پخپله په دغه هېواد کې دننه هم نجونې له زده کړو محرومې شوې دي.

طالبانو په تیرو څه باندې دریو کلنو کې نه یوازې له شپږم ټولګي پورته د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز لګولی دی، بلکې بهر ته یې هم د زده کړو لپاره د یو شمیر هغو نجونو د سفر مخه نیولې ده چې تیرکال متحده عربي اماراتو ته له کابل څخه دوبۍ ته روانې وې.

دغو نجونو ته د متحده عربي اماراتو یو شتمن په دغه هیواد کې د لوړو زده کړو زمینه برابره کړې وه، خو د طالبانو ددغه محدودیت سره سره یو شمیر نجونې په دې وتوانیدې چې متحده عربي اماراتو ته لاړې شي او هلته خپلې زده کړې پیل کړي.

د پاکستان له خوا افغان زده کوونکو ته د تحصیلي بورسونو ددغه نوي اعلان دمخه په کابل کې د جاپان سفارت د تیر ۲۰۲۴ کال د مې ۱۱ (ثور ۲۲) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې افغان زده کوونکو ته په دغه هیواد کې د بورسونو د ورکولو اعلا کړی وو.

دغه سفارت ویلي وو چې دا بورسونه د ماسټرۍ او ډاکټرۍ تر کچې پورې د ۲۰۲۵ کال لپاره په پام کې نیول شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG