د لاس رسي وړ اتصالات

فدراسیون: د نجونو فوټبال لوبډلې ماته مهمه نه ده، هدف د هغوی مطرح کول دي


د افغانستان د فوټبال فدارسیون مسؤلین د ازبکستان د نجونو د فوټبال لوبډلې څخه د افغان نجونو د لویې د ماتې په غبرګون کې وايي، چې افغان لوبډلې په دې لیګ کې د یوې ښې نتجې په هدف ګډون نه دی کړی بلکې اصلي هدف د افغان نجونو د لوبډلې مطرح کول دي.

د افغانستان د نجونو د فوټبال ټیم تېره ورځ د ازبکستان د نجونو د فوټبال ټیم څخه ۲۰ د صفر په وړاندې لویه ماته وخوړله.

د افغانستان د نجونو د فوټبال ټیم غړي
د افغانستان د نجونو د فوټبال ټیم غړي

د فوټبال فدراسیون د نشراتو مسؤل شفیع شاداب نن شنبه د «لېندۍ پر دریمه» امریکا غږ ته وویل چې په یاده لوبه کې د افغان نجونو ټیم ګټل او بایلل دومره مهم نه دي بلکې هدف په راتلونکې کې د افغان نجونو لوبډلې ته د نورو نجونو هڅول دي.

ښاغلي شاداب امریکا غږ ته وویل چې د افغان نجونو ټیم د دوو هدفونو له مخې د ازبکستان په لیګ کې ګډون کړی دی "زموږ اول هدف دادی چې په مرکزي اسیا کې د نجونو ټیم مطرح کړو، او دوهم هدف دادی هغه افغان نجونې چې په افغانستان کې اوسېږي وهڅول شي تر څو په راتلوونکې کې د نجونو ملي ټیم ته راشي."

ښاغلي شاداب زیاته کړه چې د ازبکستان په فوټبال لیګ کې د دغه ټیم بهر مېشتو افغان نجونو لوبغاړو ګډون نه وو کړی بلکې یوازې هغو نجونو ګډون کړی وو چې په افغانستان کې اوسېږي.

د ازبکستان د نجونو د فوټبال لیګ د نومبر میاشتې پر ۲۳مه په هغه هېواد کې پیل شوی دی.

په دغه لیګ کې ازبکستان، قرغستان، ایران،ترکمنستان او د افغانستان ټیمونو ګډون کړی دی.

XS
SM
MD
LG