د لاس رسي وړ اتصالات

چاودنې د ۱۲ کلنې نورزیې دواړه پښې یوړې


د خپل کاله د نغري تودولو پسې له کوره وتلې وه، په غره کې راټول کړي لرګي یې هملته پاتې شو او په دواړو پښو د تل لپاره معیوبه شوه.

دولس کلنه نورزیه د ننګرهار د چپرهار ده. شپږ میاشتې مخکې د کلي مخامخ یوه غونډۍ کې د بم په چاودنه يې دواړه پښې پرې شوې.

نورزیي امریکاغږ ته وویل "سهار اته بجې وې، مور مې وویل لاړه شه غره ته، بس زما هم زړه کېدو، ځکه ما ویل ساعت به مې تېر شي، لاړم، خشاک مې راټول کړل، لاندې یې بم و، بس راپاڅېد زما دواړه پښې هملته پاتې شوې او زه یې ننګرهار صحت عامې ته راوستم."

هغه وايي نه پوهېږي چې ماین یا بم چا ایښی و، خو هغه مهال په سیمه کې د داعش او طالبانو تر منځ د جګړې سنګرونه تاوده و.

نورزیه څلور خویندې او یو ورور لري، وايي کلي کې یې تر پنځمه ښوونځی لوستی، خو هلته یې شپې نه تېرېدې، ځکه جلا اباد کې ژوند کوي او مکتب ته د تګ هېلې یې لا نیمګړې دي.

یوې نړیوالې موسیسې یې پلاستیکي پښې رغولي او اوس د کور په چارو کې یو څه مرسته هم کولی شي.

نورزیه هغو ته ښېرا کوي چې په وطن کې ماینونه کري.

هغې وویل "الله دې تبا کړي داسې خلک چې په عامو خلکو بمونه راپاڅوي او په دې حال کوي یې لکه زه."

مور یې وايي د لور کړاو یې ژوند کولو ته نه پرېږدي او د چاودنې د وخت هره صحنه یې درد لاپسې زیاتوي.

د نورزیې مور وویل "سهار کې مې ولیږله چې لږ خشاک راوړي، لږ ساعت وروسته یو درز وشو، ما وویل چې د خپله لاسه مې جینۍ ولېږله او ولګېده، چې ورغلم پښې یې نه وې او مخ یې په خاورو او وینو لړلی پروت و".

دغې کورنۍ ته د ژوند خیریه بنسټ د کور میاشتنۍ کرایه ورکوي، خو د نورزیې هیلې لوړې دي، وايي غواړي ډاکټره شي،خو خپل دغه ارمان ته رسېدل یې د پلار له وسه وتلي او یواځې خواخوږي یې ور رسولی شي.

XS
SM
MD
LG