د لاس رسي وړ اتصالات

هرات له 'ځمکنيو ماینونو پاک' اعلان شو


افغان چارواکي وایي وسله وال طالبان ډېر ځمکني ماینونه ښخوي
افغان چارواکي وایي وسله وال طالبان ډېر ځمکني ماینونه ښخوي

په افغانستان کې د ماین پاکۍ اداره هالو ټرسټ وايي چې د هرات ولایت یې له ځمکنيو ماینونو پاک کړ.

هرات له دې پلوه تر ټولو خونړی ولایت بلل کېده.

د هالو ټرسټ ویاند پال مککان د پنجشنبې په ورځ (فبروري۸) وویل چې د هرات ولایت د ماینونو په پاکولو یې لس کاله کار وکړ او ۶۰۰ سیمې یې، چې ۴۰۰ میلیونه مربع متره کیږي، له ځمکنیو ماینونو او ناچاودیدلي توکیو پاکې کړې.

د ښاغلي مککان په وینا اوس له ماینونو په پاک کړل شویو سیمو کې ۶۰۰۰۰ خلک اوسیږي چې ډېر یې نوي راستانه شوي کډوال دي.

نوموړي وویل چې په تېرو دریو لسیزو کې یې د افغانستان ۸۰ فیصده برخه د ځمکنیو ماینونو څخه پاکه کړې ده، خو وايي چې لا هم ځينې داسې سیمې شته چې د امنیتي ستونزو له کبله د ماین پاکۍ ادارې په کې کار نشي کولی.

د رویټرز خبري اژانس د برتانیا د مرستې رسونې د ادارې له قولې لیکلي چې تر ۲۰۰۸ کال پورې ښخ کړل شویو ماینونو په هرات کې په اوسط ډول هر کال ۱۲۵ تنه وژل.

هالو ټرسټ وايي چې په افغانستان کې د طالبانو، حکومت او نړیوالو ځواکونو ترمنځ د جنګ له کبله د ماین پاکۍ چارې ټکنۍ او ځنډنۍ دي. اورپکې ډلې ډېر ماینونه ښخوي.

یوناما وايي په ۲۰۱۷ کال کې د جنګ جګړو له کبله څه باندې ۱۰۰۰۰ ولسي افغانان وژل شوي او ژوبل شوي دي، چې ۱۸ فیصده یې د ښخ کړل شویو ماینونو له کبله دي.

په افغانستان کې یو شمېر ځمکني ماینونه د شوروي ځواکونو له مهال پاتې دي، هغوی د افغان مجاهدینو سره په جنګ کې ډېر ماینونه ښخ کړي او شېندلي وو.

XS
SM
MD
LG