د لاس رسي وړ اتصالات

د قطر خبرو کې پرمختګونو ته د افغان حکومت خوشبیني


په قطر کې د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ د پنځم پړاو خبرو پرمختګونو ته افغان حکومت هیله مندي ښيي او یو مثبت اقدام یې بولي.

د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي‌ استازي زلمي خلیلزاد تېره ورځ د یادو خبرو تر پای ته رسېدو وورسته پر خپل ټوېټر ولیکلي چې په تېرو ۱۶ ورځو کې:"د ځواکونو د وتلو مهالوېش او د ترهګرۍ د مخنیوي پر اغیزناکو اقداماتو موافقه وشوه، بیا به د افغان حکومت په ګډون طالبان او نور افغانان د سیاسي تفاهم او هر اړخیز اوربند په اړه بین-الافغاني مذاکرات کوي."​

د افغان حکومت اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله د چهارشنبې په ورځ د «کب پر ۲۲مه» په ارګ یوې غونډې ته وویل، که چیرې طالبانو د قطر په خبرو کې له تروریستي ډلو په ځانکړي ډول له القاعده شبکې سره د اړیکو پر پرې کولو موافقه کړې وي، د افغانستان د ستونزې یوه برخه به حل شي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

هغه وویل:"ویل کېږي‌ چې طالبانو د قطر په غونډه کې پر دې موافقه کړې ده چې، نور له تروریستي ډلو څخه ملاتړ نه کوي، له هغوی سره به اړیکې نه لري او د القاعده په ګډون له ټولو سره به مقابله کوي، که چیرې دا خبرې چې خپرې شوي دي واقعیت ولري... د افغانستان د ستونزې یوه برخه به هواره شي."

ښاغلي‌ عبدالله زیاته کړه، که چیري طالبانو یو ځل بیا د خپلو «تبلیغاتو» په هدف درواغ ویلي وي او په عمل کې ثابته نه کړي دا سوله به نتیجه ورنه کړي.

د نوموړي په باور، افغانان هغه مهال په هېواد کې د سولې راتلو ته هیله مند کېږي، چې طالبان له افغان حکومت او خلکو سره مخامخ خبرو ته حاضر شي او که چیري د قطر په مذاکراتو کې له طالبانو څخه دا ډول ژمنه اخیستل شوې وي «یو ښه او مثبت اقدام» دی.

ولسمشر غني، که څه هم په دغه ناسته کې د امریکايي استازو او طالبانو ترمنځ د پنځم پړاو مذاکراتو ته مستقیمه اشاره ونه وکړه، خو زیاته یې کړه چې افغانان «تلپاتې» سوله غواړي.

ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې د سولې خبرو ته له وړاندې د افغان حکومت لخوا چمتووالی نیول شوی او همدارنګه یې د افغانانو په مالکیت د سولې پر خبرو ټینګار وکړ.

  • سوله او ټاکنې

افغان حکومت که هم په هېواد کې سوله له لومړیتوبنو څخه بولي، خو زیاتوي چې د ټاکنو بهیر هم باید څنډې ته نشي.

د ولسمشر غني‌ دوهم مرستیال محمد سرور دانش په دغه غونډه کې ټینګار وکړ چې سوله باید په دغه هېواد کې د دولت درولو په معنا نشي.

هغه زیاته کړه:" هغه کسان چې اوس مهال دا شعارونه ورکوي چې سوله باید ‌په لومړیتوبونو کې وي او دا چې سولې ته د رسېدو لپاره باید له ټاکنو څخه تېر شو، ولې دا د ځینو سیاستوالو د زماني‌ ګټو په خاطر یو سطحي، ژر تېرېدونکی او خیالي فکر دی".

هغه ټینګار وکړ چې د حکومت مشران ټینګار کوي چې ټاکنې پر خپل وخت تر سره شي.

په دغه غونډه کې اجرائیه رئیس عبدالله وویل، که څه هم سوله د افغانانو له لومړیتوبونو څخه ده، خو زیاته یې کړه چې پر سوله تمرکز د ټاکنو بهیر د څنډې کولو په معنا نه دی.

سرور دانش
سرور دانش

هغه زیاته کړه:"تلپاتې او عزتمنه سوله به د ټاکنو بهیر د بندولو او د دغه بهیر تر سوال لاندې کولو په معنا نه وي،بلکې په دې معنا ده چې د ټولو هڅو او توان سره سره یو دا ډول شفافې ټاکنې تر سره شي، که چیرې ټاکنې شفافې نه وي هغه معنا لاسته نه راوړل کېږي."

د افغان چارواکو په وباور که چیرې د سولې په بهانه د ټاکنو بهیر څندې ته شي، په افغانستان کې د دولتدارۍ چارې درېږي چې پایلې به یې په هېواد کې د تلپاتي سولې ته د رسېدو په معنا نه وي.

XS
SM
MD
LG