د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت ۵۸ نور طالب بندیان ازاد کړل


د حکومت لخوا تازه ازاد شوي طالب بندیان
د حکومت لخوا تازه ازاد شوي طالب بندیان

د افغانستان د ملي شورا دفتر وايي، د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم په اساس ۵۸ نور طالب بندیان له زندانونو څخه ازاد شول.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن جمعه اپرېل۲۴(غويي۵) پر خپل ټوېټر لیکلي چې یاد طالب بندیان تېره ورځ ازاد شوي چې په دې سره د ټولو ازاد شوو طالب بندیانو شمېر ۵۵۰ تنو ته ورسېد.

ښاغلي فیصل همدرانګه زیاته کړې چې یاد طالب بندیان د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم په اساس سولې ته د رسېدو او له کرونا سره د مبارزې په هدف د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې ازاد شوي دي.

د ملي امنیت شورا دفتر ویلي چې ټاکل شوې ټول ټال ۱۵۰۰ طالب بندیان له زندانونو څخه ازاد شي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو هم په تېرو دوو اونیو کې په کندهار او لغمان ولایتونو کې له خپلو زندانونو څخه د ۶۰ تنو بندیانو خلاصولو خبر ورکړ.

طالبانو ازاد شوي کسان افغان امنیتي سرتیري بللي، خو د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي د طالبانو لخوا ازاد شوو کسانو کې یوازي ۱۹ تنه یې امنیتي سرتیري دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان حکومت او طالبانو لخوا د بندیانو ازادولو هر کلی کړی او هغه یې سولې ته د رسېدو او تاوتریخوالي کمولو په برخه کې مهم ګام بللی دی.

د افغان حکومت له زندانونو څخه د ۵۰۰۰ طالب بندیانو او د طالبانو له بند څخه د ۱۰۰۰ زندانیانو خوشې کول، د امریکا-طالبانو د سولې د تړون یوه برخه ده چې د روان عیسوي کال د فبرورۍ په ۲۹مه د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د ډلې مرستیال ملا عبدالغني برادر له خوا په قطر کې لاسلیک شو.

د بندیانو د خلاصولو د بهیر تر پای ته رسېدو وروسته ټاکل شوې وه چې بین الافغاني خبري پیل شوي وای، خو اوس مهال د یادو مذاکراتو د پیلېدو څرک نه لیدل کیږي

XS
SM
MD
LG