د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت څه باندې ۱۲زره بندیان خوشې کوي


ولسمشر غني تر دې مخکې د۱۰ بندیانو ازادولو فرمان ورکړی و
ولسمشر غني تر دې مخکې د۱۰ بندیانو ازادولو فرمان ورکړی و

ولسمشر محمد اشرف غني د «غويي میاشتې۸» په مناسبت او د کرونا ویروس پراخېدو مخنیوي په هدف د ۱۲۳۹۹ نورو زندانیانو د ازادولو فرمان ورکړ.

د افغانستان د زندانونو د چارو تنظیم مشر راشد طوطاخېل نن دوشنبه اپرېل۲۷ (غويي۸) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې یاد شمېر زندانیان به د افغانستان له ټولو زندانونو څخه ازاد شي.

دا بندیان تر ډېره جنايي دي چې ښځې هم په کې شاملې دي. د زندانونو د چارو د تنظیم اداره د دغو بندیانو د پرېښودو کارونه تنظیموي.

ولسمشر غني تر دې مخکې له کرونا سره د مبارزې په هدف له زندانونو څخه د ۱۰زره زندانیانو د ازادولو فرمان هم ورکړی و.

ښاغلي‌ طوطاخېل وویل چې تر دا مهاله له یاد شمېر څخه ۶۱۲۴ بندیان ازاد شوي دي. دا تر ډېره دغو بندیانو کې تر ډېره جنايي، بندیان او ښځې هم شاملې دي

هغه له ازاد شوو زندانیانو څخه وغوښتل چې د کرونا ویروس مخنیوي په خاطر تر ۱۵ ورځو پخپلو کورنو کې پاتې شي.

نوموړي زیاته کړه ۱۸۰۲۵ نور بندیان به په زندانونو کې پاتې کیږي او د هغوی لپاره له کرونا ژغورلو څخه اړین تدابیر نیول شوي دي. تر دې مخکې د بخښنې نړیوال سازمان له افغان حکومت څخه غوښتي وو چې د بندیانو ازادلو بهیر کې د ښځینه بندیانو ازادولو ته لومړیتوب ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني د سولې بهیر کې د پرمختګ او کرونا ویروس سره د مبارزې په هدف له زندانونو څخه د ۱۵۰۰طالب بندیانو ازدولو فرمان هم ورکړی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا په وینا تر دا مهاله د یاد شمېر له ډلې ۵۵۰ تنه طالب بندیان ازاد شوي دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم تېره ورځ له افغان حکومت او طالبانو څخه غوښتي و چې د کرونا ویروس له امله د بندیانو ازادلو هڅي چټکې کړي.

ولسمشر غني پر داسې مهال د کرونا سره د مبارزې په هدف د نورو بندیانو ازادولو امر ورکوي چې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې د زیاتېدو په حال کي دی.

نن دوشنبه روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کروناویروس د ۱۷۲ مثبتو پېښو ثبتېدو او ۷ تنو مړه کېد خبر ورکړ.

XS
SM
MD
LG