د لاس رسي وړ اتصالات

بین الافغاني مذاکرات؛ د مذاکره کوونکو ټېمونو د 'تماس' ډلې رامنځته شوې


بین الافغاني مذاکرات تېره ورځ رسماً پرانیستل شول
بین الافغاني مذاکرات تېره ورځ رسماً پرانیستل شول

د افغان حکومت او طالبانو مذاکره کوونکو پلاوو پرون شنبه د سپټمبر ۱۲ (وږې ۲۲) په دوحه کې تعارفي غونډه لرله او دواړو لورو د اوربند ټینګېدو او جګړې پای ته رسېدو باندې ټینګار وکړ.

دواړو لورو، خپل د «تماس نیولو» ټېمونه معرفي کړفي کړل.

د تماس نیولو هر ټېم پنځه غړي لري او د دغه ټېمونو غړي په راتلوونکو ورځو کې پر اجنډا او په مذاکراتو کې د بحث وړ مسائلو باندې کار کوي چې په راتلونکو ورځو کې څه ډول دغه مذاکرات مخته یوسي او څه ډول مذاکرات وکړي.

د حکومت د مذاکراتي ټېم مشري معصوم ستانکزی او د طالبانو د مذاکراتي ټېم مشري مولوي شېخ عبدالحکیم کوي.

ښاغلي ستانکزي امریکا غږ ته ویلي: "موږ نه باید جنګ او مذاکره یو ځای مخته یوسوو، موږ باید یو اوربند ته ورسېږو."

د طالبانو د مذاکراتي ټېم د مشر مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي هم امریکا غږ ته ویلي: "موږ هڅه کوو چې ژر تر ژره د مذاکراتو غونډه پیل شي، د اوربند په ګډون به پر ټولو مسائلو خبرې وشي."

د طالبانو د مذاکراتي ټېم یو بل غړي مولوي عبدالسلام حنفي هم ویلي چې په افغانستان کې جګړه باید ختمه شي او زیاته یې کړه چې په همدې هدف مذاکراتو ته راغلي دي.

د افغانستان د سولې بین الافغاني مذاکرات تېره ورځ رسماً پرانیستل شول.

XS
SM
MD
LG