د لاس رسي وړ اتصالات

غني: سږکال به د پوهنې سکټور ته جدي پاملرنه وشي


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، چې حکومت یې په تیرو کلونو کې د افغانستان بقا ته لومړیتوب ورکړی وو خو په روان کال کې به زیاته پاملرنه د پوهنې سکټور ته کوي.

ولسمشر غني، د شنبې په ورځ (مارچ ۲۴) د ښوونځي د زنګ په کړنګولو سره د افغانستان په سړو سیمو کې د نوي تعلیمي کال پرانیسته وکړه.

ښاغلي غني په دغو مراسمو کې وویل، چې دی په داسې وخت کې د افغانستان ولسمشر شو چې نه یې شو کولای د پوهنې برخې ته لومړیتوب ورکړي.

هغه وویل "معارف همیشه زما زړه کې لومړیتوب درلود خو متاسفانه باید ووایم زه په داسې شرایطو کې ولسمشر شوم چې زما په زړه کې هغه څه چې په زړه کې وه نه مې شو کولای چې زما لومړیتوب واوسي ځکه زما مسولیت ستاسو د ولسمشر په حیث دا وه چې ددې خاورې بقا وساتم".

ښاغلي غني زیاته کړه، چې اوس افغانستان په اقتصادي برخه کې د پام وړ پرمختګونه کړي او سترې اقتصادي پروژې د تطبیق په حال کې دي او همدارنګه د باثباته افغانستان لپاره هم په ملي او سیمه‌ییزه کچه اجماع موجوده ده، نو وخت یې دی چې د افغانستان ملي لومړیتوب ته چې د پوهنې سکتور دی پاملرنه ډیره شي.

ولسمشر غني، ۱۳۹۷ د پوهنې کال ونوموو او ټینګار یې وکړ، چې په دغه کال کې به هره میاشت د هغه تر قیادت لاندې، د پوهنې د سکتور د ستونزو لرې کولو او پرمختګونو په تړاو ځانګړې غونډې جوړې شي.

ولسمشر غني وویل که څه هم د پوهنې د سکتور په برخه کې ستونزې ډیرې دي خو زیاته یې کړه، چې د نوي ښونیز کال په پیل سره به افغان حکومت د ښوونیز نظام د ستونزو د لرې کولو لپاره جدي اقدامات ترسره کړي.

افغان ولسمشر زیاته کړه اوس مهال د افغانستان په بیلابیلو سمیو کې ۱۰۰۰ ښونځي تړلي دي او ۳.۵ میلیون په شرایطو برابر ماشومان له ښونځي بې برخي دي.

ولسمشر غني په افغانستان کې د ښونځیو د ودانیو نه شتون ته په اشارې وویل "په نوي کال کې په دوه کلونو کې ۶۰۰۰ ښونځي جوړیږي. مخکې چې ما د ولایاتو له استازو سره خبرې کولې هم ننګرهار او هم له جوزجان د دوې لومړی شکایت د ښونځیو نه نشتون وه شپږ زره د اړتیا وړ ښونځي به جوړو چې دوه سوه میلیون ډالر ورته په پام کې نیول شوي دي".

ولسمشر غني همدارنګه وویل چې د پوهنې وزارت د ښوونکو د رتب او معاشاتو سیستم برابر کړی دی چې د روان کال د اسد تر ۲۷ نیټې پورې به ښونکي د دغه سیستم پر اساس امتیازات ترلاسه کړي.

د افغانستان د پوهنې سرپرست وزیر ابراهیم شینواري په دغو مراسمو کې وویل، چې سږ کال به دغه وزارت د تشکیلاتو او د تعلمي نصاب د ریفورم په برخه کې جدي کار وکړي او اړین اصلاحات به راولي.

هغه په روان کال کې د خپلو پلانونو په اړه وویل "د یو میلیون څخه ډیر زدکونکې به ښونځي ته راشي، درې سوه بند ښونځي به خلاص شي، درې سوه پنځوس نوي ښونځي او مدرسې به خلاصې شي او پنځوس میلیونه نوي کتابونه به چاپ شي".

د پوهنې سرپرست وزیر زیاته کړه، چې د دیني عالمانو په مرسته ۱۱۵ بند ښونځي خلاص شوي دي او سږکال به نوي زدکونکي دغو ښونځیو ته لاړ شي.

د پوهنې وزارت د شمیرو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا لس میلیونه زدکونکي ښونځیو ته ځي، چې له دې شمیرې نیږدې څلویښت فیصده یې نجونې دي.

XS
SM
MD
LG