د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت ولې د یوناما مشر احضار کړ؟


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (مارچ۱۳) دا تصویر خپور کړی دی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (مارچ۱۳) دا تصویر خپور کړی دی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن د جمعې په ورځ مارچ ۱۳ په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي ماموریت (یوناما) مشر تاداماچي یاماماتو احضار کړی و.

د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي دي چې سرپرست وزیر هارون چخانسوري ښاغلي یاماماتو ته داسې ویلي: "انتخاباتي بهیر ختم شوی دی او د افغانستان د اساسي قانون په اساس محمد اشرف غني ولسمشر دی او هغه د ولسمشر په توګه لوړه کړې ده... بنآ، د افغان سیاست په اړوندو مسایلو بحث باید د افغانستان د اساسي قانون او نړیوالو نورمونو خلاف نه وي. "

په اعلامیې کې په واضح ډول ویل شوي نه دي چې ولې د بهرنیو چارو وزارت ښاغلی یاماماتو احضار کړی، خو تېره ورځ (پنجنشنبه مارچ۱۲) د افغانستان پخواني اجرايي رئیس عبدالله عبدالله په خپل فیسبوک کې له ښاغلي یاماماتو سره د خپل تازه ملاقات یو تصویر خپور کړی و. ښاغلي عبدالله لیکلي وو چې د یوناما له مشر سره یې په روانو حالاتو خبرې کړي دي.

په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د یوناما مشر ویلي دي چې د ملګرو ملتونو د اصولو له مخې یوناما په "افغانستان کې هېڅ موازي حکومت نه په رسمیت پېژني او نه یې هم ننګه کوي."

ملګري ملتونه ولسمشر غني د افغانستان د نوي ولسمشر په توګه پېژني او هغه ته یې مبارکي ورکړې ده.

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون محمد اشرف غني د ټاکنو ګټونکی اعلان کړی، خو عبدالله عبدالله دا پایلې نه مني او ځان یې ولسمشر ټاکلی دی. هغه د ولسمشر غني د لوړې د مراسمو په ورځ هم لوړه وکړه.

د ښاغلي غني د لوړې مراسمو کې د امریکا شارژدافیر، د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، په افغانستان کې د ناټو قومندان او نورو دپلوماتانو برخه اخیستې وه.

XS
SM
MD
LG