د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ: د ملګرو ملتونو عمومي منشي اشرف غني مبارکي ویلې


د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش ولسمشر غني ته د افغانستان د ولسمشر ټاکل کېدو مبارکي ویلې ده.

ولسمشرۍ ماڼۍ نن جمعه «کب۲۳مه» ویلي چې ښاغلي ګوترش ولسمشر غني د مبارکۍ په استول شوي لیک کې هغه ته له افغانستان سره د همکارۍ ډاډ هم ورکړی دی.

د ارګ په اعلامیه کې راغلي:"خوشحاله یم چې له افغان ولس او حکومت سره د همکارۍ په برخه کې د مشارکت او ګډو هڅو په روحیه شته ستونزو او فرصتونو ته د رسېدګۍ لپاره د ملګرو ملتونو د دوامدار تعهد ډاډ درکوم."

د ولسمشرۍ ماڼۍ د بیان له مخې نوموړي تمه ښودلې چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د افغان حکومت او ملګرو ملتونو ترمنځ همکاري نوره هم زیاته شي.

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي د سیاسي لارې افغانستان ته د سولې رسېدلو باندې په ټینګار سره ویلي چې ملګر ملتونه د ښځو او ځوانانو معناداره ونډې سره په افغانستان کې د سولې د ټول شموله پروسې ملاتړ وکړي.

ولسمشر محمد اشرف غني د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ د پنځو نورو کلونو لپاره د افغانستان د ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

تر دا مهاله د پاکستان، چین، کاناډا او بریتانیې په ګډون ځينو نورو هیوادونو هم ولسمشر غني ته د بیا ولسمشر ټاکل کېدو مبارکي ویلې ده.

د ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسمو سره هم مهاله عبدالله عبدالله چې د تېرو ټاکنو له پایلو سره یې مخالفت ښودلی او هغه یې له درغلیو ډک بللي په سپېدار ماڼې کې ځانته د لوړې مراسم ونیول.

ولسمشر محمد اشرف غني د روانې اونۍ په لومړیو کې د یو فرمان په ورکولو سره د ملي یووالي حکومت دوره ختمه وبلل او اجرائیه ریاست یې هم لغوه کړ.

له دې سره هم مهاله د تېر حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د یوې اعلامیې په خپرولو سره هم د ملي یووالي حکومت د کاري مودې د پای ته رسېدو خبر ورکړی دی.

د عبدالله په اعلامیه کې راغلي:"د تیر ملي یووالي حکومت ولسمشر محمد اشرف غني، نور ولسمشر نه دی د هغه فرمانانونه اواحکام نور اعتبار نه لري.

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون د تیري فبرورۍ میاشتې پر ۱۸مه محمد اشرف غني د ۵۰.۶۴ سلنې په تر لاسه کولو سره د ولسمشر په توګه اعلان کړ.

XS
SM
MD
LG