د لاس رسي وړ اتصالات

سږکال شاوخوا دېرش زره افغانان حج ته ځي


جمهور رئیس غني تیره شپه ناوخته د کابل د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې د افغان حاجیانو لومړۍ ډلې ته مخه ښه ووایله.
جمهور رئیس غني تیره شپه ناوخته د کابل د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې د افغان حاجیانو لومړۍ ډلې ته مخه ښه ووایله.

د افغانستان د ارشاد ،حج او اوقافو وزارت وايي نن پنجشنبه یې (چنګاښ ۲۰ مه-جولاۍ۱۱) د حج د مراسمو لپاره یې سعودي ته د افغانانو لېږدول پیل کړل.

ټاکل شوې چې سږکال به شاوخوا ۳۰۰۰۰ افغانان حج کوي.

د دغه وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس ناصرالدین دریځ امریکا غږ ته وویل چې سعودي ته په لومړي پرواز کې ۲۱۷ تنه افغانان د حج په نیت د جدې ښار ته لاړل.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې حج ته تلونکو افغانانو ته مخه ښه وویله.

د ارشاد، حج او اوقافو د وزارت، د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې نن به د کابل هوايي ډګر څخه د سعودي عربستان د جدې ښار ته دوه نورې الوتنې هم ترسره شي.

وزارت وايي چې د کابل، هرات، مزارشریف او کندهار څخه سعودي ته د حج څه باندې ۱۰۰پرازونه کیږي. سږکال د حج د مراسمو لپاره شاوخوا ۲۸۰۰ امریکايي ډالر مصرف په پام کې نیول شوي دي.

د ارشاد،حج او اوقافو سرپرست وزیر عبدالحکیم منیب هم ویلي، چې د ځینو هغو اقداماتو له امله به چې په تېرو اتلسو کالو کې نه وو شوي، افغان حاجیان خاص ستونزې او شکایتونه ونه لري.

په تیرو کلونو کې اکثره افغان حاجیانو د حج د مراسمو له ځای څخه په لرې فاصله کې د هغوی د اوسیدانې د ځایونو څخه شکایتونه کړي وو.

XS
SM
MD
LG