د لاس رسي وړ اتصالات

احمد مسعود د طالبانو پر ضد د یوې نوې "سیاسي" جبهې د جوړولو غوښتنه وکړه 


په اتریش کې د افغانانو غونډّ
په اتریش کې د افغانانو غونډّ

د «افغانستان د ملي مقاومت په نامه» د طالبانو مخالفې ډلې مشر احمد مسعود د جمعې په ورځ سپتمبر ۱۶ (وږي ۲۵) په بهر کې د میشتو افغانانو څخه وغوښتل چې د طالبانو د واکمنۍ د ختمولو لپاره د یوې "سیاسي" حل لارې د موندلو په خاطر سره متحد شي. هغه خپله دغه غوښتنه د یو "نوي پړاو" پیل وبلله.

ښاغلی مسعود، چې د افغانستان په پنجشیر دره کې د مقاومت د جبهې مشري کوي وویل، اوس د دې وخت رارسیدلی چې هڅه وشي طالبان بیرته د خبرو اترو میز ته اوستل شي.

ښاغلي مسعود د اتریش په مرکز ویانا کې یو کنفرانس ته وویل، «مونږ غواړو چې په بهر کې میشت افغانان سره متحد کړو او ورو ورو خبرې اترې پراخې کړو او داسې یوې نقطې ته ورسیږو چې د افغانستان د راتلونکي لپاره یوه نقشه ولرو.» هغه زیاته کړه چې «موږ د یو نوي پړاو په خورا پیل کې یو.»

د ویانا په کنفرانس کې د طالبانو ضد شاوخوا ۳۰ نتو افغانان راټول شوي چې اکثر یې په جلاوطنۍ کې ژوند کوي.

ښاغلي مسعود وویل، زیات شمیر ډلې چې په دې وروستیو کې له افغانستان څخه بهر جوړې شوې دي، د هیواد په دننه کې له اوسني وضعیت څخه "خوښ نه دي"، او زیاته یې کړه چې دا د اختلافاتو د لرې کولو او "زخمونو د درملنې" وخت دی.

هغه وویل، پروسږکال د امریکا په مشرۍ د ځواکونو له وتلو وروسته د طالبانو په واکمن کیدو سره د ښځو حقونه تر پښو لاندې شول او د طالبانو په واکمن کیدو سره د ترهګرو ډلو د فعالیت لپاره زمینه برابره شوه.

د فرانس پرس اژانس د رپوټ له مخې د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» ځواکونو د می په میاشت کې د طالبانو پر ضد د عملیاتو اعلان وکړ او د رپوټونو له مخې په روانه میاشت کې په پنجشیر، اندراب او بغلان ځنې سیمو کې جګړې زور اخیستی دی.

مسعود په داسې وخت کې د نړیوال ملاتړ غوښتنه کوي چې د نړۍ پام د اوکراین په جګړې متمرکز شوی دی. هغه وویل: "زموږ هدف هیڅکله د جګړې پیاوړي کول نه بلکې د جګړې پای ته رسول دي."

طالبانو د سه شنبې په ورځ وویل چې د دوی ځواکونو د مقاومت د جبهې لږترلږه ۴۰ جنګیالي وژلي دي.

یوه ورځ وروسته، اسلامپالې ډلې وویل چې دوی په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ویډیو "ارزوي" چې د مقاومت جبهه وایي چې طالبانو د دوی ځینې جنګیالي اعدام کړي دي. ښاغلي مسعود ویلي، "دا د منلو وړ نه ده، او دا د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف کار دی."

XS
SM
MD
LG