د لاس رسي وړ اتصالات

د چین د ورځې غونډه کې د جهادي مشرانو پر ګډون نیوکې


د چین د خلکو د جمهوریت د ٦٩ کلیزې مراسم
د چین د خلکو د جمهوریت د ٦٩ کلیزې مراسم

په ټولنیزو رسنیو کې ځینې داسې تصویرونه خپاره شوي چې یو شمېر افغان جهادي مشران په کې ښودل کیږي چې په مخکې یې چینایي نجونې نڅا کوي.

ویل کیږي چې دغه مراسم په کابل کې د چین په سفارت کې د دغه هیواد د ملي ورځې په مناسبت ترسره شوي وو. په مراسمو کې ځینې چینایي نجونې ښودل کیږي چې تنګې او دودیزې جامې یې اغوستې او د ګډونوال په مخکې ناڅي. په افغانستان کې په ټولنیزو رسنیو کې دغه کار بېلا بېل غبرګونونه پارولي دي.

یو شمیر انټرنیټ کارونکو پدغو مراسمو کې د افغان جهادي مشرانو په ځانگړې توگه د موقت حکومت د پخواني رئیس صبغت الله مجددي، د اجرائیه ریاست د مرستیالانو محمد خان او محمد محقق، گډون باندې نیوکې کړې دي.

د جمهوري ریاست دوهم مرستیال محمد سرور دانش، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني، د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رئیس رنگین دادفر سپنتا او ځینې نور اوسني مقامات هم پدغو مراسمو کې میلمانه وو.

د اجرايي ریاست دویم مرستیال ښاغلي محقق ته منسوب شوې فیسبوک پاڼه چې تائید شوې نده، ددغو مراسمو "د چین د خلکو د جمهوریت د ملي ورځې د ٦٩ کلیزې لمانځلو" یو شمیر عکسونه خپاره کړي دي چې په کې د کیک پرېکول او د چین د سفارت له مقاماتو سره د افغان مقاماتو خبرې هم خپرې شوې دي.

د فیسبوک یو شمیر افغان کارونکو همداشان لیکلي دي چې د چین سفارت ددې سفارت د مراسمو په یو لوی پوستر کې د افغانستان بیرغ "د افغانستان د خلق دموکراتیک جمهوریت" په نښان کښلی و.

فیسبوک کارونکو ددغو مراسمو د عکسونو په پای کې سخت انتقادونه لیکلي دي.

​د افغان فیسبوک کارونکو په پاڼو کې ددغو مراسمو د پراخ خپریدو سره سره په کابل کې د چین سفارت تر اوسه ددې مراسمو کومه اعلامیه او یا تصویر په پخله ویبپاڼه ندی خپور کړی.

XS
SM
MD
LG