د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د ۱۷ رسنیو فعالیت ځنډولو په اړه د طالبانو په خبرداري د خبریالانو مرکز اندیښنه


افغانستان کې د قوانینو له مخې رسنۍ باید د فریکونسیو جواز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزارت څخه واخلي اوهم رسنۍ مکلفې دي چې د اطلاعاتو او فرهنک، صنعت او سوداګرۍ او د ښاروالیو څخه هم د فعالیت جوازونه واخلي.
افغانستان کې د قوانینو له مخې رسنۍ باید د فریکونسیو جواز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزارت څخه واخلي اوهم رسنۍ مکلفې دي چې د اطلاعاتو او فرهنک، صنعت او سوداګرۍ او د ښاروالیو څخه هم د فعالیت جوازونه واخلي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې د طالبانو د حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ننګرهار ولایت کې ۱۷ رسنیو ته خبرداری ورکړی که چیرې د کاروونکو فریکونسیو مالیه ورنه کړي فعالیت به یې وځنډوي.

دغه مرکز د دوشنبې د ورځې ناوخته اګست پنځم (زمري ۱۵) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو دغو رسنیو ته خبرداری ورکړی که خپله پاتې مالیه ورنه کړي ورته به د فعالیت اجازه ورنه کړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکزد طالبانو د سیمه ییزو چارواکو غوښتي چې پر دغې پریکړې له سره غور وکړي.

دغه مرکز ویلي: "د ننګرهار ولایت کې د سیمه ییزو منابعو د معلوماتو پر اساس د مخابراتو او ټکنالوژۍ د وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) په دغه ولایت کې د راډیوي او تلویزیوني خصوصي خپرونو د فریکونسۍ د جواز د ځنډولو پریکړه په شفاهي او د مکتوب له لارې د رسنیو مالکانو ته ابلاغ کړې ده."

اوس مهال د ننګرهار په ولایت کې درې خصوصي تلویزیوني خپرونې د بهار، شرق او ارزښت په نومونو او ۱۴ راډیويي خپرونې د بهار، نن، ارزښت، شرق، مزل، صفا، مینه، دوست، منار، مرام، حقیقت، هوډ، سپین غر او الفت په نومونو فعالیت کوي.

د دې دمخه د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په دغه ولایت کې د انعکاس خصوصي تلویزیون او د اصلاح او نرګس په نومونو راډیوي خپرونې بندې شوې وې.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې تراوسه لا ددغو خصوصي تلویزیوني او راډیوي خپرونو خپرونې نه دي بندې شوې، خو ددغو خپرونو مالکانو دا خبرداری ترلاسه کړی که په بیړني ډول د فعالیت جواز تمدید نه کړي دغه رسنۍ به وتړل شي.

دغه مرکز ویلي: "د سیمه ییزو رسنیو مالکانو په رسمي مکتوب کې د طالبانو د سیمه ییزې ادارې څخه غوښتي چې دغې ستونزې ته دې حل لار ولټوي او ټاکل شوې چې ددغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لارې دا موضوع د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لوړ پوړو چارواکو سره شریکه شي."

افغانستان کې د سیمه ییزو رسنیو مالکان ناسم اقتصادي وضعیت څخه شکایت لري او وايي چې د دوی عواید ترډیره د سوداګریزو اعلانونو له لارې تامنیدل چې په تیرو نږدې دریو کلنو کې د اقتصادي ستونزو له امله ددغې لارې د رسنیو عواید خورا ټیټ شوي دي او دوی نشي کولای چې په اوسني عاید سره مالیه ورکړي.

ننګرهار ولایت کې ځینو سرچینو د افغانستان خبریالانو مرکز ته ویلي چې دغه رسنۍ د یو کال څخه تر لسو کلنو پورې پوروړي دي.

د قوانینو له مخې رسنۍ باید د فریکونسیو جواز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزارت څخه واخلي او ددې ترڅنګ رسنۍ مکلفې دي چې د اطلاعاتو او فرهنک، صنعت او سوداګرۍ او حتی د ښاروالیو څخه هم جلا جلا د فعالیت جوازونه ترلاسه کړي.

د افغانستان خبریالانو مرکز ویلي چې د ننګرهار په ولایت کې سیمه ییزې راډیوي او تلویزیوني خپرونې باید په کال کې ۱۰۸ زره افغانۍ د جواز د تمدید او ۲۵ ډالره یا شاوخوا ۱۸۰۰ افغانۍ جانبي مصارف تادیه کړي.

دغه مرکز د طالبانو د حکومت څخه غوښتي چې د سیمه ییزو رسنیو جدي اقتصادي ستونزو ته په کتنې، د رسنیو پورونه دې معاف کړي او د فریکونسۍ د جواز کلنۍ مالیه دې هم له سره وټاکي.

کندهار کې د دوو خبریالانو خوشې کیدل

د افغانستان خبریالانو مرکز په یوه بله خبرپاڼه کې د دوشنبې په ورځ د کندهار په ولایت کې د دوو سیمه ییزو افغان خبریالانو د خوشې کېدو خبر ورکړی دی.

دغه مرکز په خبرپاڼه کې ویلي چې محمد یار مجروح او محمد ابراهیم محتاج د خوشې کیدو خبر د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا هم تائید شوی دی. خو ذبیح الله مجاهد ټینګار کړی چې دا دواړه خبریالان د خبریالۍ اړوندو مسلو په تړاو نه وو نیول شوي.

دغه مرکز ویلي: "د افغانستان د خبریالانو مرکز د محتاج او مجروح د خوشې کېدو د هرکلي په ترڅ کې پر دغو خبریالانو باندې د خبریالۍ د مسلک پرته د تورونو لګول شفاف نه ګڼي او د طالبانو د سیمه ییزې ادارې څخه غواړي چې د خبریالانو حقونو ته دې درناوی وکړي او پرهغوی د فشار له اچولو څخه ډډه وکړي."

د کندهار ولایت کې د طالبانو د استخباراتو ریاست ازاد خبریال محمد یار مجروح د چنګاښ د میاشتې په ۲۲ نیولې وو او د دغه ولایت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې د ملت غږ راډیو خبریال محمد ابراهیم محتاج د زمري د میاشتې په شپږم نیولی وو. دا دواړه خبریالان د دوشنبې په ورځ خوشې شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG