د لاس رسي وړ اتصالات

قریشي اتمر ته: افغان مشران دې د سیاسي توافق لپاره انعطاف وښيي 


ښاغلیو اتمر او قریشي په تاجکستان کې سره لیدلي دي
ښاغلیو اتمر او قریشي په تاجکستان کې سره لیدلي دي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي د افغانستان مشران باید یوې سیاسي موافقې ته د رسیدو لپاره انعطاف وښیي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نن د سه شنبې په ورځ جولای ۱۳ (چنګاښ ۲۲) د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر محمد حنیف اتمر سره د تاجکستان په پلازمینه دوشنبه کې له کتلو وروسته په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د افغانستان مشران په پای کې خپله راتلونکې لار مشخصه کوي چې د مذاکراتو له لارې د سیاسي توافق لپاره انعطاف وښيي.

ښاغلي قریشي ویلي دي چې نه نړیواله ټولنه، نه پاکستان او نه هم د افغانستان خلک په افغانستان کې کورنۍ جګړه غواړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې ښاغلي اتمر له ښاغلي قریشي سره په خبرو کې "د طالبانو د پناه ځایونو او د تمویل د منابعو تړلو، د معنی لرونکو مذاکراتو د بیا پیل کولو لپاره د طالبانو په هڅولو او د افغانستان د سولې د بهیر د بریا لپاره د یوې سیاسي حل لارې په موندلو کې"د پاکستان همکاري وغوښتله.

دغه وزارت همداشان لیکلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ژمنه وکړه چې هیواد به یې مذاکراتو ته د طالبانو د هڅولو هڅه وکړي.

دا پداسې حال کې دي چې د پاکستان پوځي او استخباراتي مقاماتو ویلي چې پر طالبانو باندې یې خپل نفوذ له لاسه ورکړی دی.

له دې دمخه ښاغلي قریشي د طلبوع تلویزیون سره په مرکه کې ویلي وو چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتیدل طالبانو سره تړل "مبالغه"ده.

ددې څرګندونو په ځواب کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب، په یو ټویټر لیکلي وو چې: "قریشي یا بې خبره دی، یا نادان یا د (طالبانو) سره هم لاسی دی. ښایي هغه هم دغه موضوع رد کړي چې اسامه (بن لادن) د پاکستان یوې پوځي اډې ته نژدې موندل شوی و."

دا پداسې حال کې دي چې د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال پرون یو ځل بیا اسلام آباد د طالبانو په ملاتړ تړرن کړ او وویل چې د پاکستان د ستر درستیر ځانګړې هستې د افغانستان په جګړه کې ددې ډلې لارښونه کوي.

امرالله صالح د دوشنبې په ورځ جولای ۱۲ (چنګاښ ۲۱) په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي وو چې د طالبانو روزل شوي قوتونه "په مستقیمه توګه د پاکستان د ستر درستیز خاصو کړیو له لورې له پیښور – کویټې او نورو ځایونو څخه رهبري کیږي."

له دې نه یوه ورځ مخکې هم د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال ویلي وو چې د طالبانو د یو شمیر بریالیتونو په وجه د پاکستان د ایالتي او دولتي عناصرو په څرګندونو کې "خوشحالي او هیجان" لیدل کیږي.

ددې سره جوخت د پاکستان ولسمشر عارف علوي په خپل ټویټر طالبانو ته د سولې هیله کړې ده.

ښاغلي علوي د جولای په ۱۱ ولیکل چې په افغانستان کې ناامني د پاکستان مخ په ودې اقتصاد ته خطر دی او هغه "طالبانو او هیوادوالو ته یې" د امن او پخلاینې هیله لري. ښاغلي علوي پدې ټویټ کې د افغانستان د حکومت یادونه نده کړې.

د ښاغلي علوي څرګندونو د پاکستان په پارلمان کې هم غبرګونونه زیږولي.

د پاکستان د پارلمان غړي او د پښتون ژغورنې د غورځنګ یو مخکښ مشر محسن داوړ وویل چې د هیواد ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر نه ښایي چې د طالبانو په ملاتړ خبرې وکړي.

هغه وویل چې دا ډول څرګندونې په یو ګاونډي هیواد (افغانستان) باندې د برید یو ګام دی.

د پاکستان حکومت وایي په افغانستان کې د طالبانو د اسلامي امارت د بیا رامنځ ته کیدو سره مخالف دي، خو د پاکستان د پارلمان غړی عبدالشکور، د اسلام آباد پدې دریځ انتقاد وکړ.

هغه وویل د طالبانو اسلامي امارت د پاکستان په ګټه او د افغانستان اسلامي جمهوریت یې په ظررضرر دي: "دا په بشپړه توګه څرګنده ده چې په افغانستان کې اسلامي امارت پاکستان ته د یو حفاظتي سپر څخه کم ندی. هلته افغان طالبان قربانۍ ورکوي خو د پاکستان دفاع کوي" .

هغه ادعا وکړه چې "د طالبانو اسلامي امارت د خلکو په تائید پر افغانستان کنترول لري نه د وسلو په زور او هغوی د خلکو په زړونو کې ځای لري او د هغوی استازیتوب کوي".

د افغانستان حکومت چې پدې هیواد کې د طالبانو کنترول ردوي تل یې پاکستان د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په تمویل او تهیز کولو تورن کړی دی خو اسلام آباد دا ډول تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG