د لاس رسي وړ اتصالات

د یک تلویزیون طنزیه خپرونې نیوکې پارولي


د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند هارون حکیمي وايي یو شمېر خلکو ورته شکایتونو کړي او ویلي دي چې یک تلویزون په خپلې یوې کومیډي خپرونې کې "د افغانستان پر یو لوی قوم – پښتانه- ملنډې وهلي دي او په ټولنې یې کې یو لړ حساسیتونه پارولي دي".

په ټولنیزو رسنیو کې هم ځينو خلکو لیکلي چې د یک تلویزون د "شبخند" په طنزیه خپرونې کې "پښتنو ته سپکاوی" شوی دی. په دغې طنزیه خپرونې کې یو کس چې ساختګي وېښته او ږیره لري، پکول یې په سر او د یوه طالب جنګیالي رول لوبوي. دغه کرکټر، د "منتقدینو په اند" د یوه پښتون او ترهګر ګډ انځور ورکوي.

ښاغلي حکیمي وویل "د یک خصوصي تلویزون پر ضد مخکي هم یو شمېر شکایتونه شوي وو او مشر یې د سپیناوي لپاره وزارت ته بللی شوی، خو حاضر شوی نه دی".

هغه وویل چې د افغانستان د رسنیو د سرغړونې کمیسیون به را روانه اونۍ، پر یک تلویزون د لګېدلي تور په اړه بحث کوي او که تور پرې ثابت شو، د ښاغلي حکیمي په وینا "عدلي څانګو" ته به وپېژندل شي.

خو، د یک خصوصي تلویزون یو چارواکي عبدالله ازاده خنجاني د امریکا غږ اشنا ته وویل "د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت موږ پوښتلي او غوښتلي نه یو. موږ خبر نه یو".

په افغانستان کې په تېرو څو لسیزو کې د نورو پرمختګونو ترڅنګ د بیان ازادي هم د دغه هېواد لپاره یوه لاس ته راوړنه بلل کیږي. همدا اوس په افغانستان کې شاوخوا ۵۰ تلویزونه شته چې په پښتو، درې او نورو سیمه ییز ژبو خپرونې کوي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG