په پاکستان کې میشت افغان کډوال وایي چې په دغه هېواد کې یې د ماشومانو لپاره زده کړه کول خورا ستونزمن کار دی، چې لوی علت یې بې وزلي او د دې ترڅنګ په دولتي ښوونځيو کې د ماشومانو د نوملیکنې ستونزې دي.
د اسلام آباد د ترنول سیمې اوسېدونکي افغان کډوال خوشال خان د جنوري پر ٢٥ (سلواغه ٦) امريکا غږ ته وويل، د ماشومانو د زده کړو په برخه کې له دوو ستونزو سره مخ دي، "زموږ اکثریت ماشومان ځکه په وړوکوالي کې مزدورۍ کوي چې پلرونه یې بې سواده او بې وزله دي ځکه خو د خپلو بچیانو د زده کړو وس نه لري، او بل په دولتي ښوونځیو کې د داخلولو ستونزې هم خورا ډېرې دي او شخصي ښوونځيو ته یې لېږلای نشي. نو له دې کبله مو تنکي ماشومان له زده کړو بې برخې پاته دي."
که څه هم په پاکستان کې اوسېدونکي افغان کډوالو ته پي او آر کارتونه ور کول شوي دي او هغوی ته په ښوونځیو کې د زده کړو قانوني اجازه شته خو دې سربېره یې د خيبر پښتونخوا او بلوچستان ايالتونو پرته په نور هېواد کې په دولتي ښوونځيو کې داخله ډيره په ګرانه کيږي.
د اسلام آباد د یوې بلې سیمې چک شهزاد اوسېدونکی افغان کډوال محمد ابراهيم امريکا غږ ته وویل، په پاکستان کې یې ۴۰ کاله کېږي خو بیا یې هم ماشومان د زده کړې غوندې بنسټیزه بشري حق څخه محرومه دي: "د پاکستان د ښارونو په ودانولو کې مو د تن خولې توی کړې دي او دلته مو بچي زېږېدلي دي نو بايد چې پاکستان زموږ بچيانو ته د لوړو زده کړو اجازه ور کړي."
په اسلام آباد کې د شخصي ښوونځیو د اتحاديې مشر حافظ بشارت وايي چې هغوی تل په خپلو ښونځيو کې افغان ماشومانو ته د زده کړو اجازه ور کړې ده.
نوموړي د جنوري په ٢٥ ( سلواغه ٦) امريکا غږ ته وويل: "موږ و داسې ماشومانو ته هم داخله ورکړې ده چې قانوني اسناد نه لري ځکه چې موږ غواړو دوی زده کړې وکړي. خو د بورډ په امتحان کې داخله نه ور کول کيږي او نن سبا چې د افغان کډوالو لپاره د پاکستان حکومت له خوا سختي روانه ده نو اوس په شخصي ښوونځيو کې هم بې له اسنادو داخله ور کول ګرانه ده. "
د پاکستان د یو دولتي ښوونځي یوه ښوونکې تانيه وايي، دوی هغه افغان ماشومان په ښوونځي کې داخلوي چې د پي او آر کارت یې له شناختي کارت ادارې ’نادرا ‘ سره راجسټر وي او له دې پرته نور اسناد لرونکي افغان ماشومان نشي داخلولای.
فورم \ دبحث خونه