د لاس رسي وړ اتصالات

اسلام اباد کې افغان کډوال وايي د ځورونو لړۍ يې لا پای ته نه ده رسېدلې


اسلام اباد کې پولیسو د افغان کډوالو نیول وروسته له هغه پیل کړي چې د پاکستان پوځ او پوليسو د پخواني صدراعظم عمران خان د خوشې کولو لپاره د احتجاج کوونکو خلاف عمليات وکړل.
اسلام اباد کې پولیسو د افغان کډوالو نیول وروسته له هغه پیل کړي چې د پاکستان پوځ او پوليسو د پخواني صدراعظم عمران خان د خوشې کولو لپاره د احتجاج کوونکو خلاف عمليات وکړل.

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې مېشت افغان کډوال وايي چې د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) ګوند تر احتجاجي لاريون شاوخوا يوه مياشت وروسته لا هم د پوليسو له خوا ځورول کېږي او زنداني کېږي.

وروسته له هغه چې د پي ټی ای پلويانو د دغه ګوند د بنسټګر او د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان د خوشې کولو لپاره د نومبر پر ۲۴ (ليندۍ ۴) احتجاج پيل کړ او د نومبر پر ۲۶ (ليندۍ ۶) د خيبر پښتونخوا د اعلی وزير علي امين ګنډه پور او د عمران خان د مېرمنې بشرا بي بي په مشرۍ زرګونه احتجاج کوونکي اسلام اباد ته داخل شول او د جمهوریت څلورلارې (ډېموکراسي یا ډي چوک) ته يې ځانونه ورسول.

هلته پوځ او پوليسو د احتجاج کوونکو خلاف عمليات وکړل او هغوی يې له ډي چوک څخه په شا وتمبول. پر دې مهال دواړو خواوو ته تلفات واوښتل.

تر هغه يوه ورځ وروسته، د ډسمبر پر ۲۷ (ليندۍ ۷) د اسلام اباد د پولیسو مشر سید ناصر علي رضوي يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال ادعا وکړه چې په تېرو درو ورځو کې په ۹۵۴ نیول شویو کسانو کې يې ۵۶ افغانان دي.

په همدې حال کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي اعلان وکړ چې د روان ۲۰۲۴ کال له وروستۍ میاشتې وروسته هېڅ افغان وګړی نه شي کولای چې له اجازې پرته په پلازمېنه اسلام اباد کې واوسي.

په اسلام اباد کې د مېشتو افغان کډوالو په وينا، له دې اعلان سره سم په دغه ښار کې د پوليسو له خوا د هغوی ځورول او نيول پيل شول چې لا هم دوام لري.

په اسلام اباد کې مېشت يو افغان کډوال محمد فهيم د ډسمبر پر ۲۳ (مرغومی ۳) امريکا غږ اشنا ته وويل چې هغوی هلته د خپلو ماشومانو د نفقې لپاره خواري مزدوري کوي، خو پوليسو د پي ټي ای ګوند د پلويانو نوملړ ته اچولي دي.

نوموړي زياته کړه: "تېره مياشت د پاکستان د پوليسو له خوا په سلګونه افغان کډوال نيول شوي وو چې وروسته ځينې کسان د پوليسو له خوا د پيسو په‌ بدل کې را خلاص کړل شول خو ځينې لا اوس هم د پيسو د نشتوالي له امله په زندانونو کې بنديان دي او د وکيل او ضمانت وس نه لري. "

د فهيم په وينا، هغوی د پاکستان د کورنيو چارو له وزير څخه هيله لري چې هغه به د بشر دوستۍ په خاطر په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د استوګنې لپاره د اجازې لرلو اعلان ته له سره کتنه وکړي.

په اسلام اباد کې يو بل افغان کډوال رحيم الله امريکا غږ اشنا ته وويل چې څو ورځې وړاندې يې پوليس کورونو ته ورغلي وو او د دوی له مېرمنو څخه يې مهاجر کارډونه اخيستي وو او ورته ويلي يې وو چې نارينه دي يې تاڼې ته ورشي.

نوموړي زياته کړه: "د احتجاج مياشت پوره شوه خو پر موږ اوس هم پوليس چاپې وهي. د کور او پردې تقدس ته نه ګوري او زموږ له مېرمنو يې زموږ کارډونه په زور وړي دي چې د ګولړې په پوليس تاڼه کې پراته دي. پوليس يې ځکه نه راکوي چې موږ به ورځو، نو دوی به مو نيسي او بيا به د پيسو په بدل کې اسناد راکوي."

د رحيم الله په وينا، په دې سخت ژمي کې چې ماخوستن مهال د پوليسو موټر د دوی د کورونو پر خوا ورشي، نو نارينه او ماشومان يې له کورونو څخه ووځي او په پټيو او نژدې کښتونو کې يخه شپه په ويښه تېره کړي.

د اسلام اباد په ترنول سيمه کې مېشت افغان کډوال زرين خان هم امريکا غږ اشنا ته وويل چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې له ذهني فشار او اقتصادي زيان سره مخامخ دی.

نوموړي زياته کړه: "ذهني اذيت دغه دی چې شپه او ورځ دا وېره راسره وي چې پوليس به چاپه ووهي او موږ به ونيسي او مالي ستونزې دا دي چې د نيولو له ډاره له کوره دباندې ډېر کم وځو. که د چا دکانداري يا بل څه کاروبار دی، هغه خپل کار ته د نيولو له ډاره ډېر کم ځي، نو يو خوا کاروبار نه شو کولای او بل خوا قرضونه را باندې اوړي. "

خو د اسلام اباد پوليسو پر دوی لګول شوي تورونه ردوي، د پوليسو وياند ملک عبید له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، دوی بې ګناه خلک نه نیسي."موږ د پاکستان تحريک انصاف پلويان نيولي ول خو وروسته چې کوم هم افغان کډوال يا د پاکستان پښتون نیول شوی دی، نو هغوی په جنايتونو کې ککړ ول، موږ بې ګناه خلک نه نيسو او که څوک د یو افغان کډوال کور ته ورغلي وي او له هغو يې کارتونه وړي وي نو لکه څنګه چې د لاس په ګوتو کې فرق وي هم داسې په پوليسو کې هم شته خو په مجموعي ډول داسې نه دي."

په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت سفارت د محسن نقوي تر اعلان وروسته د هغه د راتلونکې اقدام غندنه کړې وه. دغه سفارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي و چې له افغانانو سره دې تبعیضي چلند نه کېږي.

بلخوا د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کميشنري (يو ان اچ سي ار) ويلي و چې په پاکستان کې د افغان کډوالو غوڅ اکثريت "قانون مراعتوونکي" دي، چې وضعیت ته یې باید له "بشر دوستانه" نظره وکتل شي.

په پاکستان کې د يو ان اچ سي ار مطبوعاتي دفتر د نومبر پر ۲۸ (ليندۍ ۸) رسنيو ته په استول شوي بيان کې پر دغه هېواد غږ کړی و چې "د پناه غوښتونکو خوندیتوب" ته دوام ورکړي.

يو ان اچ سي ار په خپل بيان کې زياته کړې وه چې په اسلام اباد کې په راتلونکي کال کې پر افغانانو د بندیزونو د احتمالي تطبیق په اړه د رسنیو راپورونه څاري او د نورو جزیاتو ترلاسه کولو لپاره له حکومتي چارواکو سره په تماس کې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG