د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د سیند ایالت څخه د افغان کډوالو د ستنولو پر پرېکړه اندېښنې


د پاکستان د سیند ایالت حکومت اعلان کړی چې د مرکزي حکومت په امر تر کوچني اختر وروسته په لومړي پړاو کې سمدستي نږدې۷۰ زره هغه افغان کډوال خپل هېواد ته ستنوي چې کورونه او د نفوسو شمېر یې په نښه شوي دي.

د راپورونو له مخې له دغه کډوالو څخه به د افغانستان تابعیت کارتونه او پي او ار کارتونه راټولېږي او وار په وار به له سیند ایالت څخه اېستل کېږي.

د اپرېل په دویمه نېټه په کراچۍ کې د سیند د کورنیو چارو سکرتر اقبال میمن رسنیو ته ویلي چې د کډوالو اېستلو پرېکړه یې د مرکزي حکومت په امر کړې ده او په دې لړ کې یې ټولې تیاریانې سر ته رسولې دی.

په سیند ایالت کې میشت افغان کډوالو د پاکستان د حکومت په پرېکړه خواشیني ښودلې او وايي چې په دومره لنډ تنګ وخت کې به دوی څنګه وکولای شي چې خپل لوی لوی کاروبارونه راټول کړي او کډې بار کړي.

د کراچۍ په سهراب ګوټ کې چې د افغان کډوالو د اوسیدلو یوه لویه سیمه ده، د کډوالو مشر نازک میر امریکا غږ ته وویل، چې د دې خبر په اورېدو سره دوی ټول سخت اندېښمن دي.

په سهراب ګوټ کې یو بل افغان کډوال نېک محمد امریکا غږ ته وویل چې د کراچۍ ښار په الاصف پلازه کې یې یو غټ دکان دی او دوی اوس په دې حیران دي چې څنګه به په یوه اوونۍ کې دا خپل کاروبار راغونډوي. زیات شمېر خلک یې په لکونو روپۍ پوروړي دي نو دا خو په دومره لنډ وخت کې نه کېږي.

د نوموړي په خبره په لومړي پړاو کې چې د پاکستان حکومت کوم افغان کډوال واېستل، په هغوی کې هم ډېری بېرته پاکستان راستانه شوي دي نو باید چې د پاکستان دولت د دوی په زوره د له اېستلو او ځورولو څخه ډډه وکړي او دوی ته نور وخت ورکړي.

د افغانستان د لغمان ولایت تاج محمد چې کراچۍ کې ژوند کوي امریکا غږ ته وویل، «دلته اوس زموږ له خلکو سره لویه ستونزه دا ده چې ځینې پي ار او کارتونه لري او ځینې یې بیا اې سي سي کارتونه لري. په یو کور کې دا حالت دی، د پلار کارت يې بدل وي او د زامنو بدل، نو دوی له عجیبه حالاتو سره مخامخ دي.»

په کراچۍ کې وکیل او د سیاسي او سیمه یزو چارو کار پوه منان باچا له امریکا غږ سره په خبرو کې ادعا وکړه، چې «په کراچۍ یا د سیند په نورو سیمو کې یوازې د افغانستان وګړي نه ځورول کېږي بلکې په دې کې د وزیرستان یا د جنوبي ولسوالیو پښتانه هم ځورول کېږي او بله دلته چې کوم افغان کډوال چې مېشت دي دا له څلوېښتو پینځوسو کالونو راهیسې ژوند کوي او د کراچۍ په اقتصاد کې د دوی لویه برخه ده، که یو خوا دا ارزانه خواريکښ دي نو بل پلو لوی لوی کاروبارونه هم لري. د کراچۍ د کالیو ډېری کارخانې په افغان کډوالو ابادې دي او دا رنګ د کراچۍ په مرکز (صدر ) کې چې کوم د رختونو مارکېټونه دي، هغه ټول د افغان کډوالو دي او د کراچۍ اتیا سلنه ټرانسپورټ د پښتونخوا د پښتنو او د افغان کډوالو دی او که دا خلک وشړل شي نو کراچۍ چې ورته وړوکی پاکستان ویل کېږي د دې په اقتصاد به ډېرې بدې اغېزې پرېوځي او کوم سخت کارونه چې افغان کډوال یا نور پښتانه کوي دا ټول کارونه به په ټپه ودرېږي.»

د ۲۰۲۳ کال د جون په میاشت کې د افغانانو د پي او ار کارتونو موده پای ته رسېدلې وه او دا رنګ هم په دغه کال کې د اکتوبر په میاشت کې د پاکستان حکومت په دې هېواد کې غېر راجسټر افغان کډوالو ته د پروسږ کال د اکتوبر میاشتې تر ۳۱مې نېټې پورې له پاکستان څخه د وتلو امر کړی وو له دې نیټې وروسته د هغه هیواد چارواکو د سږني کال د فبرورۍ پر درېیمه نېټه په پاکستان کې د افغان کډوالو د پاتې کېدو موده د تېرې مارچ میاشتې تر ۳۱مې نېټې پورې غځولې وه.

د بشري حقونو نړیوالو ادرو لا مخکې د پاکستان له حکومته غوښتي چې د افغان کډوالو د شړلو لړۍ دې ودري ځکه چې په دوی کې د نجونو زده کوونکو زده کړې له خطر سره مخامخېدای شي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (یو این اېچ سي ار) په ۲۰۱۷ کال کې د یوې سروې له مخې په پاکستان کې اته لکه اتیا زره ای سي سي کارت لرونکي افغان کډوال میشت دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG