د لاس رسي وړ اتصالات

پر پاسپورټ د تمدید نښې ترکیه کې یو شمېر افغانانو ته ستونزې جوړې کړې


په ترکیه کې میشت یو شمیر افغانان په استانبول کې د افغانستان د قونسلګرۍ له خوا پر پاسپورټونو باندې د نښې یا سټیکر د لګولو څخه شکایت کوي او وايي، چې دغه کار په دغه هیواد کې د هغوی د اوسیدو د تمدید مخه نیولې ده.

پر افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنۍ وروسته زیات شمیر افغانان مختلفو هیوادونو په ځانګړي ډول ایران، پاکستان او ترکیې ته کډه شوي دي.

ددغو افغان کډوالو یو شمیریې، چې د ترکیې د استانبول د ښار په مختلفو برخو کې ژوند کوي په پاسپورټونو کې د ستونزو له امله په دغه هیواد کې د اوسیدو موده نشي تمدیدولی.

د " Turkey iResidence" ویبپاڼې د معلوماتو پراساس کوم کډوال، چې غواړي په ترکیه کې له ۹۰ ورځو زیات پاتې شي، باید په هرو ۱۸۰ ورځو کې د اوسیدو جواز تمدید کړي.

دا جواز د یو کال څخه تر دوو کلنو پورې اعتبار لري. افغان کډوال ددې کارلپاره داسې پاسپورټونو ته، چې د اعتبار نیټه یې نه وي پوره شوي، اړتیا لري.

یو شمیر افغان کډوال وايي، چې په استانبول کې د افغانستان قونسلګرۍ دوی ته د نوو پاسپورټونو د ورکولو پرځای د پاسپورټونو د تاریخ د تمدید لپاره پر زړو پاسپورټونو باندې نښې لګوي، خو د ترکیې ځینې ادارې دا کړنلاره نه مني.

د استانبول په ښار کې یو افغان کډوال حسین سروري امریکا غږ ته وویل: " کله، چې د استانبول د اسنیورت په سیمه کې د خپلې کورنۍ د اوسیدانې د مودې د تمدید لپاره ورغلم، د اسنادو د ثبت مامورینو راته وویل، چې ستاسو د پاسپورټونو تاریخ پای ته رسیدلی دی او پر پاسپورټ باندې د تاریخ د تمدید لپاره لګول شوی نښه مونږ ته اعتبار نلري".

په ترکیه کې یو افغان کډوال جمشید اسحاقزي وویل: "د خپل زوی د اوسیدو د تمدید لپاره په استانبول کې د کډوالۍ د ادارې یوې څانګې ته لاړم خو کله، چې ددې ادارې مسولین متوجه شو، چې ماسره په لاس کې پر پاسپورټ باندې د تاریخ د تمدید لپاره نښه لګیدلې، هغه یې رد کړ او ویې ویل، چې دا ډول تمدید زمونږ لپاره اعتبار نلري."

د امریکا غږ خبریال ددې مسلې په اړه په ترکیه کې د افغانستان د سفارت او قونسلګرۍ نظر ترلاسه نه کړای شو.

حسین سروري امریکا غږ ته وویل: " ددې ستونزې د حل لپاره په استانبول کې د افغانستان قونسلګرۍ ته ورغلم...اما هغوی وویل، چې مونږ د ترکیې له چارواکو سره په خبرو بوخت یو او ترراتلوونکو څو ورځو به دا ستونزه په بشپړ ډول هواره شي."

خو دغه افغان کډوال وویل، چې د یوې میاشتې په تیریدو لا هم دغه ستونزه نه ده هواره شوې. د ترکیې دولت څه موده وړاندې په استانبول کې د افغانستان قونسلګري رسمآ طالبانو ته وسپارله.

د امریکا غږ خبریال د ترکیې د کډوالۍ د ادارې سره د پرله پسې اړیکو سره سره ددې ادارې نظر ترلاسه نه کړی شو. په استانبول کې د کډوالۍ د چارو حقوقي کارپوه عبدالباسط صدیقي، وویل، چې د استانبول په هغو برخو کې، چې زیات شمیر افغان کډوال په کې دیره دي دا ستونزه شته دی.

ښاغلي صدیقي وویل: " که چیرې دا ستونزه په استانبول او ترکیه کې زیاته شي؛ په دغه هیواد کې به افغان کډوال د حقوقي پلوه د جدي ستونزو سره مخ شي."

صدیقي د کډوالۍ د شفافو قوانینو نشتوالی او د ترکیې د ځینو ادارو د کارکوونکو بې خبري او په افغانستان کې د " قانوني او رسمي" دولت نشتون ددې ستونزې د عمده دلایلو په توګه یادکړل.

د کډوالۍ د چارو دغه کارپوه وویل چې:" حتی د ځینو هغو افغانانو لپاره، چې غواړي له ترکیې څخه نورو هیوادونو ته سفر وکړي پر پاسپورټونو لګیدلې نښه د هغوی د سفر مخه نیسي او ځینې هیوادونه هغوی ته ویزه هم نه ورکوي".

په ترکیه کې تراوسه ۳۰۰ زره افغان کډوال ددغه هیواد له خوا ثبت شوي دي. همداشان د ۲۰۱۹ میلادي کال څخه د ۲۰۲۲ میلادي کال پورې تر ۲۰زرو پورې نورو افغانانو په دغه هیواد کې په غیرقانوني ډول ژوند کوه.

په ترکیه کې د اقتصادي ستونزو په زیاتیدو او د ځینو سیاسي ډلو د کډوالۍ ضد ټاکنیزو سیاستونوله دغه هیواد څخه د غیرقانوني کډوالو د شړلو بهیر چټک کړی دی.

یوازې په ۲۰۲۱ کال کې تر څلورو زرو پورې افغان کډوال په ترکیه کې نیول شوي او پرته د بل هرډول انتخاب څخه په فوري ډول له دغه هیواد څخه شړل شوي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو د وزارت د شمیر له مخې تیر ۲۰۲۲ میلادي کال کې ۶۸ زره افغان کډوال له ترکیې څخه شړل شوي دي.

د ترکیې د چارواکو د معلوماتو پر اساس د روان ۲۰۲۳ کال په لومړیو دریو میاشتو کې له دغه هیواد څخه د شرل شوو افغانانو شمیر لس زرو ته رسیدلی دی.

XS
SM
MD
LG