د لاس رسي وړ اتصالات

د هند له پوځي اکاډمیو څخه فارغ افغان ځوانان وايي بې برخلیکه دي


د هند له مختلفو نظامي اکاډمیو څخه فارغ شوي یو شمېر افغان ځوانان چې د تېر حکومت په وخت کې د زده کړو دپاره دغه هېواد ته تللي، وايي بې برخلیکه پاتې دي.

د جمهوري نظام د ملي دفاع وزارت د پوځي زده کړو دپاره هر کال هند ته لسګونه سرتیري لېږل چې وروستۍ ډله یې واک ته د طالبانو د بیارسېدو څو میاشتې مخکې هند ته تللې وه.

د هند له دریو معتبرو نظامي اکاډمیو فارغ دا ځوانان وايي، له ستونزو سره مخامخ دي. له دې ډلې یوه تن امریکا غږ ته وویل: "کله چې جمهوریت سقوط او واک د طالبانو لاس ته ورغی او موږ له زده کړو فارغ شو، له ستونزو سره مخ یو. د ویزې موده مو ختمه شوې، مالي ستونزو سره مخ او بې سرنوشته یو. غواړو زموږ حال ته دي پاملرنه وشي."

دوی وايي، د خاورې د دفاع لپاره وروزل شول خو اوس له ویرې خپلې خاورې ته نشي تللای، نامعلوم راتلونکي ته حیران او پر نړیوالو د مرستې غږ کوي.

له دغې ډلې یوه بل تن امریکا غږ ته وویل: "اقتصادي، ذهني او د کورنیو څخه د لیریوالي ستونزې مو جدي دي. راتلونکې مو بالکل نا معلومه ده چې کله به څه کیږي. دې حالت سخت اندیښمن کړي یو."

نوموړي زیاته کړه: "له دوست هیواد هندوستان او هغو هیوادونو څخه چې ۲۰ کاله يې د افغانستان د اردو سره همکاري کړې غواړو چې د ژوند په دې سختو شرایطو کې موږ سره مرسته وکړي او موږ له بې سرنوشتئ وژغوري."

دغو کسانو د هند په اندین میلیټري ، نشنل ډیفینس او افسرانو د روزنې د نظامي اکاډمیو په مختلفو څانگو کې خپلې زده کړې په دوه ، درې او څلورو کلنو کې بشپړې کړي دي.

په هند کې مېشت مدني فعال نثار احمد شېرزی چې له دغو نظامي افسرانو سره د ستونزو په حل کې له نږدي کار کوي وايي، د تیر حکومت د نظامیانو سره د طالبانو چلند ته په کتو، وطن ته ددغو ځوانانو بیرته ستنیدل خطرناک ګڼي.

نوموړی وايي: "سره له دی چې طالبانو د عفوې فرمان صادر کړی خو د تیر نظام د پوځیانو سره د طالبانو چلند ته په کتو هیواد ته بیرته ستنیدل خپله پوځیانو او کورنیو ته يې ستر ګواښ دی. نو هرو مرو باید یوه خوندي لار دوی ته ولټول شي."

په دغه هېواد کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزی وايي، له هندي چارواکو سره يې د یو شمیر افغان بې برخلیکه نظامیانو په هکله خبرې کړي تر څو دوی ته په ملکي برخه کې د زده کړو زمینه برابره کړي.

نوموړی وايي: "زموږ کوښښ دادی چې د هند د حکومت په مرسته دغو بې سرنوشته ځوانانو لپاره په ملکي برخه کې د زده کړو زمینه برابره شي، پخوا مو هم د یو شمیر محصلینو لپاره د لس میاشتو مسلکي کورسونو زمینه برابره کړې وه."

هغه وویل چې سفارت د خپل توان په اندازه دغو فارغو محصلینو ته د شپږو میاشتو خوراکي توکي برابر کړي دي.

د افغانستان د سفارت د معلوماتو له مخې، د ٢٠٢١ د اګست راپدیخو ١٨٠ افغان نظامیان په هند کې په نظامي زده کړو بوخت وو چې د ٩٧ فارغ شویو له جملې یې څو تنه افغانستان او نوريې ایران او لویدیځو هیوادونو ته تللي دي. د ٨٣ پاتې محصلینو له جملې ٥٢ يي فارغ او بې برخلیکه دي، او ٣١ تنه نور يي لا هم په زده کړو بوخت دي.

XS
SM
MD
LG