د لاس رسي وړ اتصالات

بلوچستان کې نیول شوي افغان کان کیندونکي: د ډبرو سکرو ټېکه داران مو پوروړي دي


په لورلایي کې نیول شوي افغان کان کیندونکي د پولیسو په موټر کې د کډوالو مرکز ته د انتقالیدو پر وخت
په لورلایي کې نیول شوي افغان کان کیندونکي د پولیسو په موټر کې د کډوالو مرکز ته د انتقالیدو پر وخت

د بلوچستان د پښتون میشتې سیمې لورلايي په دوکۍ کې چیرته چې د ډبرو سکرو په سلګونه کانونه شته، پولیسو له افغانستان څخه د راغلو بې اسناده کان کیندونکو نیول هم پیل کړي دي.

د اکتوبر پر ۱۴مه (لړم ۲۳) د دوکۍ یو ځايي خبریال فرید خان کاکړ پر خپل فېسبوک پاڼه یوه ویډیو خپره کړې چې پکې د پولیس په یو ګاډی کې نیول شوي بې اسنادو افغان کان کیندونکي سپاره دي او ادعا کوي چې د کانونو یو شمیر ټېکه داران یې پوروړي دي او له حکومت غواړي چې د دوی دغه پورونه دې راوباسي.

خبریال فرید خان کاکړ امریکاغږ ته وویل: «په دوکۍ کې د ناراجستر بهرنیانو د نیولو دا لومړۍ پېښه ده، زه هلته تېرېدم، نو مې د دوی ویډیو جوړه کړه، دوی په تللو نه دي خپه، خو ویل یې چې پر ځینو ټېکه دارانو یې پیسې پاته دي.»

خبریال فرید خان زیاتوي چې په دوکۍ کې اتیا سلنه کان کیندونکي د افغانستان وګړي دي. نوموړی وايي د دوی له سیمې ګڼ شمېر کورنۍ چې اسناد یې نه لرل، کډه شوې دي.

د دوکۍ یو پولیس چارواکي اېس اېچ او محمد شریف موسی خېل له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، چې دوی ته یوازې د بې اسناده بهرنیانو د نیولو امر شوی دی.

د کان کیندونکو د پورونو په اړه نوموړي زیاته کړه چې دوی ته هېچا هم عریضه نه ده کړې چې څوک یې پوروړي دي: «دلته که یوڅوک د دوی پوروړی وي، نو دا لانجې دوی خپلو کې سره هواروي، دوی دغه معاملې پولیس تاڼې ته نه راوړي. کله کله داسې هم وشي چې یو ټېکه دار دیوالي شي، پیسې نه لري چې خپلې قرضې پرې کړي.»

د دوکۍ، کوټې، او د بلوچستان د نورو سیمو د ډبرو سکرو په کانونو کې تر ډېره د خیبر پښتونخوا د سوات او د افغانستان وګړي مزدورۍ کوي.

پولیس چارواکي محمد شریف وویل: «له افغانستان څخه په ژمي کې ډېر خلک دلته دکۍ ته د مزدورۍ لپاره راځي، دوی اکثریت کان کیندونکي دي. خو سږکال ژمی له افغانستان څخه نه دي راغلي، بلکې دلته چې بې اسناده کسان دي، هغه یې نیول کېږي.»

د دوکۍ ښاروال خیرالله ناصر چې خپله هم د ډبرو سکرو کانونه لري، له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، د فېسبوک په خپره شوې ویډيو کې نیول شوي کان کیندونکي رښنیتا وايي چې پر خلکو یې پیسې باندې دي: «کان کیندونکو ته ټېکه داران د میاشتې په پای کې خپل اجرت او مزدوري ورکوي خو د میاشتې په نیمايي کې، هغوی ته دومره مهلت ور نه کړل شو چې له ټېکه دارانو خپلې پیسې واخلي. دا یوه ډېره لویه ستونزه ده»

ښارال حاجي خیرالله ناصر زیاتوي په دوکۍ او نورو سیمو کې د بې اسناده مزدورانو له نیولو سره به د کانونو په صنعت کې لوی بحران رامینځ ته شي: «دلته د پاکستان په کانونو کې اکثریت کان کیندونکي د افغانستان خلک دي چې اسناد نه لري. اوس چې حکومت دوی نیسي نو له دې سره به نه یوازې د کانونو صنعت ته سخت تاوان ورسېږي. بلکې د ډبرو سکاره به هم ورسره ګران شي.»

خیرالله ناصر زیاتوي چې د ډبرو سکرو اتحادیې او دوی په ګډه د ولسوالۍ، صوبې او مرکز په کچه له لوړپوړو چارواکو سره لیدلي دي چې له افغانستان څخه په مزدورۍ پسې راغلو کسانو ته دې د کار کولو ځانګړي اسناد ورکړل شي، خو تر اوسه یې هېڅ حل نه دی راوتلی.

د اکتوبر میاشتې پر درېمه نېټه د پاکستان سربرست حکومت په دغه هېواد کې میشته ټولو بې اسناده بهرنیانو ته امر کړی وو چې د اکتوبر میاشتې تر ۳۱ مې نېټې دې په خپله خوښه ووځي، ګنې تر هغه وروسته به نیول کېږي او شړل کېږي به.

د ټاکلې نېټې تر تېرېدو وروسته اوس بې اسناده بهرنیان چې اکثر یې افغانان دي نیول کېږي او موقتي مرکزونو کې د لنډې مودې لپاره تر ساتل کېدو وروسته خپل هېواد ته ستنول کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG