د لاس رسي وړ اتصالات

کابل له اسلام اباد نه د افغان کان کیندونکو د وژنې په اړه د څېړنو غوښتنه کړې


په کویټه کې د وژل شوو کان کیدونکو جنازه.
په کویټه کې د وژل شوو کان کیدونکو جنازه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د بلوچستان د ډبرو سکرو په یوه کان کې د اوو افغان کارګرو وژل غندلي او د پاکستان له حکومت څخه یې په دې اړه د څېړنو غوښتنه کړې ده.

د روانې جنورۍ میاشتې پر دریمه نېټه د بلوچستان ایالت د مرکز کویټه په ۵۰ کیلو مېترۍ بولان سیمه کې د ډبرو سکرو کان ۱۰ تنه کارګر د وسله والو کسانو لخوا ووژل شول.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته جنورۍ ۴(مرغومې ۱۵) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د یادو کسانو له ډلې ۷ تنه یې افغان وګړي دي.

یاد وزارت د پېښې د غندلو ترڅنګ د وژل شوو کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په کویټه کې د افغانستان قونسلګرۍ مسوولین د پیښې سیمې ته تللي او د قربانیانو د جسدونو د پیژندلو په موخه، د قربانیانو له کورنیو او د پاکستان د دولتي چارواکو سره یې اړیکه نیولې ده.

یاد وزارت ویلي چمتو دي چې د پاکستان له حکومت سره په دې اړه ګډې څېړنې وکړي:"افغان دولت چمتو دی چې د پاکستان له حکومت سره په ګډه کار وکړي چې د دې وحشتناک جنایت په اړه څېړنې او پلټنې بشپړې کړي، او تر هغو به دا موضوع تعقیبیږي تر څو د دې پیښې عاملین وپیژندل شي او د عدالت د پلي کیدا په موخه د قانون منګولو ته وسپارل شي."

په اعلامیه کې ویل شوي چې افغان حکومت به د پاکستان دولتي چارواکو سره د ورته شان پېښو د مخنیوي او نه تکرار په موخه، له نژدې څخه کار وکړي.

ویل کیږي چې وژل شوي ټول کان کیندونکي شیعه هزاره ګان دي چې کله ناکله د افراطي ډلو له لوري پرې بریدونه کیږي.

د افغانستان د جمهوري ریاست دوهم مرستیال سرور دانش هم یاده پېښه غندلې او د بېګناه وګړو وژل کېدل یې «جنایت» بللی دی.

هغه زیاته کړې:"بدبختانه تروریستي ډلو یو ځل بیا په یوه جنایتکارنه عمل سره یو شمېر شیعه هزاره ګان د قومیت او مذهب په جرم د پاکستان په بلوچستان کې په بې رحمانه ډول شهیدان کړي دي."

نوموړي د پاکستان له حکومت، نړیوالې ټولنې او بشري حقونو غوښتي چې یاده پېښه جدي وڅېړي او عاملین یې مجازات کړي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان هم یاد پېښه غندلې او هغه یې د ترهګرۍ یو بل ډول غیر انساني عمل بللی دی.

تر دا مهاله د یادې پېښې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG