د افغانستان، تاجکستان، ایران او روسیې د مخدره موادو سره د مبارزې لوړ پوړو چارواکو د مخدره موادو د قاچاق د مخنیوي لپاره د خپل منځي استخباراتي معلوماتو په راکړه ورکړه ټینګار وکړ او په سیمه کې یې له مخدره موادو سره د مبارزې لپاره د ګډ کار او همکاریو د زیاتیدو غوښتنه وکړه.
د افغانستان، ایران، تاجکستان او روسیې له مخدره موادو سره د مبارزې لوړ پوړو چارواکو په کابل کې په پنځه اړخیزه ناسته کې وویل چې دوئ او پاکستان تر بل هر وخت د مخدره موادو د قاچاق، اعتیاد او ترهګرۍ له سختو ننګونو او ګواښونو سره مخ دي او ددغو تهدیدونو په وړاندې باید سیمه په ګډه عملیاتي او استخباراتي همکاري زیاته کړي.
کابل نن د مخدره موادو سره د مبارزې د پنځه اړخیزې غوڼډې کوربه و، خو پاکستان پکې ګډون نه درلود. د افغانستان د مخدره موادو سره د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي وویل په ۲۰۱۵ کال کې د ۲۰۱۴ کال په پرتلې د کوکنارو په کښت کې نوولس فیصده او په تولید کې ۴۸ په سلو کې کموالی راغلی و، خو سږ کال د نا امنیو له امله د تیر کال لاسته راوړنې د زیان سره مخامخې دي. وزیرې عظیمي وویل"پدې کې شک نشته چې په افغانستان کې وروستۍ نا امني د تیرکال لاسته راوړنې له منځه وړي. اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ دی. مونږ له ګڼو ستونزو سره مخ یو، بودیجه مو کمه ده، ناامنیو سره مخ یو او د ګاونډیو هیوادونو ترمنځ همغږي نشته".
پدې غوڼډه کې ایراني مقام په أفغانستان کې د مخدره موادو سره مبارزه په ملي کچه ګټوره وبلله خو وی ویل د سیمې په کچه موثره نده او باید د مخدره موادو د قاچاقبرانو په وړاندې واحد او ګډ عملیاتي کارونه وشي. د ایران د کورنیو چارو وزارت له مخدره موادو سره د مبارزې مرستیال اسد الله هادي نژاد وویل که پنځه اړخیزه غوڼډه وغواړي زیاتې لاسته راوړنې ولري، نو په سیمه کې د فعالو قاچاقبرانو د بانډونو په خلاف دې عملياتي او د استخباراتي معلوماتو د تبادلې کړنلاره جوړه کړي.
او د تاجکستان د مخدره موادو سره د مبارزې چارواکي د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د پولې په اوږدو کې د قاچاقبرانو د مخنیوي لپاره د زیاتو اقداماتو غوښتنه وکړه. د تاجکستان له مخدره موادو سره د مبارزې د اژانس رئیس شیرخان سلیم زاده ګډونوالو ته وویل د ترهګرو په فعالیدو او د مرکزي آسیا د دولتونو د ځینو اوسیدونکو یوځای کیدل د اسلامي دولت سره ددې لامل شوی چې د افغانستان او تاجکستان حکومتونه پرېکړه وکړي چې سرحدي ځواکونه لا پیاوړي کړي.
د مخدره موادو سره د مبارزې په پنځه اړخیزه ناسته کې د راتلونکي کال لپاره د مخدره موادو د مبارزې د لارې نقشه هم برابریږي، چې د دوشنبې (سیپتمبر ۲۶) به د همدې غوڼډې د ګډوالو لخوا اعلان شي.