د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د داعش او حقاني شبکې پر ګډ مرکز د ملي امنیت عملیات


دا په داسې حال کې ده چې ملي امنیت تیره میاشت د خراسان څانګې لپاره د داعش ډلې مشر اسلم فاروقي هم ونیوی
دا په داسې حال کې ده چې ملي امنیت تیره میاشت د خراسان څانګې لپاره د داعش ډلې مشر اسلم فاروقي هم ونیوی

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې په کابل کې د درېو جلا ځانګړو عملیاتو په نتیجه کې د داعش ډلې او د حقاني شبکې ګډ مرکز له منځه وړل شوی دی.

د ملي امنیت ریاست د چهارشنبې په ورځ د مې په ۶مه (غوايي ۱۷مه) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د داعش او حقانې شبکې دغه ګډ مرکز د کابل په ۱۵ ناحیې او شکر درې ولسوالۍ کې د ثناالله په نوم د داعش او حقانې شبکې د مسول له خوا اداره کېده.

په اعلامیې کې راغلي: "په دغو عملیاتو کې د دغو تروریستانو له ډلې اته تنه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو نیولي دي او پنځه جنګیالي یې وژل شوي دي".

د ملي امنیت ریاست ویلي چې په ارګ کې د لوړې پر مراسمو د توغندیو ویشتل، د سیکانو پر درمسال او د مزاري پر مصلی وسله‌وال بریدونه او د بګرام پر هوايي ډګر د توغندیو بریدونه په همدې مرکز کې پلان شوي وو.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست دغه راز ویلي چې د داعش او حقانې شبکې دا مرکز په یو شمیر هدفي وژنو کې هم لاس درلود.

د ملي امنیت ریاست پر وینا له دغه ګډ مرکز څخه په زیاته اندازه وسلې او مهمات چې په کې ۲۸ ډوله توپونه، هاوان، دهشکه او ۲۵۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي مواد هم شامل دي نیول شوي دي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست په خپله اعلامیه کې د پراخو هدفي عملیاتو د دوام خبر ورکړی او ویلي دي چې دا عملیات د سیمه‌ییزو تروریستي ډلو د مشرانو په نښه کولو او د تروریستي شبکو د ګډو مرکزونو د له منځه وړلو لپاره کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ملي امنیت تیره میاشت په کندهار ولایت کې د داعش د خراسان څانګې مشر اسلم فاروقي هم د دغه ډلې له ۱۵ غړو سره ونیوی.

ملي امنیت تر هغه وروسته وویل چې په نیول شوو کسانو د داعش ډلې مهم بهرني غړي هم شامل دي.

XS
SM
MD
LG