د لاس رسي وړ اتصالات

ټاکل شوې ولسمشر غني نن د ۴۰۰ طالب بندیانو ازادېدو فرمان لاسلیک کړي ـ سرچینه


ټاکل شوې ولسمشر محمد اشرف غني د نن دوشنبې ورځې تر پایه د ۴۰۰ طالب بندیانو ازادولو په اړه فرمان لاسلیک کړي.

یوې حکومتي سرچینې نن دوشنبه اګست۱۰مه (زمري۲۰مه) امریکا غږ ته وویل چې د یاد فرمان د متن پر جوړېدو کار روان دی چې تر بشپړېدو وروسته به د ولسمشر غني لخوا لاسلیک شي.

سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي زیاته کړه: "کار روان دی پر حکم باندې، شاید نن د ورځې تر اخیره پورې حکم تکمیل شي او رئیس صاحب جمهور یې لاسلیک کړي، اوس کار ورباندې روان دی."

ولسمشر غني د ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک روښانه کولو په اړه د تیرې جمعې په ورځ د سولې مشورتي لویه جرګه رابللې وه.

مشورتي لویه جرګه چې درې ورځې دوام وکړ، پرون یکشنبه یې د ۴۰۰ طالب بندیانو له ازادېدو سره چې ویل کیږي په حق العبدي مسائلو تورن دي موافقه وکړه.

ولسمشر غني پرون د سولې مشورتي لویې جرګې په تالار کې وویل چې د جرګې تر پرېکړې وروسته به د ۴۰۰ طالب بندیانو د ازادولو فرمان لاسلیک کړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالب بندیانو ازادېدو په اړه د مشورتي لویې جرګې د پرېکړې او ولسمشر غني د تصمیم هر کلی کړی دی.

ښاغلي خلیلزاد ویلي چې د بندیانو ازادېدو تر بشپړېدو وروسته به ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات په دوحه کې پيل شي.

XS
SM
MD
LG