د لاس رسي وړ اتصالات

'د تاوتریخوالي کمولو لپاره دې د جګړې پر ښکېلو اړخونو فشارونه دوام ولري'


د تاوتریخوالي کمولو لپاره دې د جګړې پر ښکېلو اړخونو فشارونه دوام و لري
د تاوتریخوالي کمولو لپاره دې د جګړې پر ښکېلو اړخونو فشارونه دوام و لري

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازوالۍ مشرې دبیرا لاینز هیله ښودلې چې بین الافغاني مذکرات پر خپل ټاکلې نېټه پيل شي.

نوموړې دغه څرګندونې پرون پنجشنبه ډسمبر۱۷(لېندۍ۲۷) د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت په اړه د خپل راپور وړاندې کولو پرمهال کړي دي.

اغلې لاینز په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کچې پر زیاتوالي د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې د تاوتریخوالي کمولو لپاره باید د جګړې پر ښکېلو اړخونو فشارونه دوام و لري.

نوموړي د تاوتریخوالي زیاتوالی د افغان سولې بهیر پر وړاندې خنډ او نورو هیوادونو لپاره هم یو جدي ګواښ بللی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازوالۍ مشرې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته دخپل راپور وړاندې کولو پرمهال د سولې په تړاو پر مهمو پرمختياوو سر بیره د تاوتریخوالي د کموالي پر بيړنۍ ارتيا، د خبريالانو پرخونديتوب، له فساد پر مبارزې، بشري وضيعت او يو لړ نورو مسائلو هم خبرې کړي دي.

د یوناما د راپور له مخې اغلې لاینز د سولې بهیر کې پر هر اړخیزوالي ټينګار کړی چې په وینا ټول افغانان په ځانګړي ډول د ځوانانو استازي په دغه بهیر کې حضور ولري.

دا په داسې حال کې ده چې په دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د مذاکراتي ډلو ترمنځ بین الافغاني خبرو کې ۲۰ ورځنۍ وقفه راغلې ده.

د وقفې تر رامنځته کېدو وروسته د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذکراتي پلاوی کابل ته ستون شوی دی.

ټاکل شوې یاد مذاکرات د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ میاشتې پر پنځه نېټه بیرته پیل شي، د افغان سولې لپاره دامریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم پر خپل ټاکلي وخت د مذاکراتو د پیلېدو غوښتنه کړې وه.

تاوتریخوالی او هدفي وژنې

دبیرالاینز په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچې زیاتېدو ته په اشاره ویلي چې نسبت تیر کال ته روان کال په افغانستان کې هدفي وژنې ۴۰ سلنه او په تیرو درې میاشتو کې د ماشومانو مرګ ژوبله کې هم ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

بلخوا د تیرې چهارشنبې په ورځ د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم په دغه هیواد کې د تاوتریخوالي او هدفي وژنو پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې وه.

یاد کمېسیون ویلي و چې اوس مهال هدفي وژنې د ټولو ملکي تلفاتو ۳۱سلنه برخه جوړوي. او له افغان څخه یې د مخنیوي برخه کې دجدي ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG