د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو سره د سولې مرکچي پلاوی لا نه دی ټاکل شوی


د افغانستان حکومت وايي، چې له وسله‌والو طالبانو سره د سولې مرکچي پلاوي د ټاکلو کار تر اوسه بشپړ شوی نه دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند هارون چخانسوري د شنبې په ورځ (لیندۍ/قوس ۳) خبریالانو ته وویل، چې له طالبانو سره د مذاکراتو د پلاوي ټاکل د سولې د پروسې یوه برخه ده او حکومت یې د جوړولو پر سر کار کوي.

هارون چخانسوري
هارون چخانسوري

ښاغلي چخانسوري وویل:"د مرکچي پلاوي ټاکل د سولې د پروسې یوه عمده برخه ده، چې ورباندې کار دوام لري او په مناسب فُرصت کې کله چې کارونه مخ په وړاندې لاړل، ستاسې له لارې د افغانستان له خلکو سره زیات جزئیات شریک کیږي".

له دې وړاندې ځینو رسنیو ریپوټ ورکړی وو، چې افغان حکومت له وسله‌والو طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره یوولس کسیزه مرکچي پلاوی ټاکلی دی.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، افغانستان او سیمې ته د خپل لومړي سفر په پای کې له افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو څخه غوښتي وو، چې د سولې د خبرو لپاره مرکچي پلاوي وټاکي.

د افغانستان جمهوري ریاست د سولې د مرکچي پلاوي ټاکلو سره هم‌مهاله د سولې د ملي مشورتي بورډ د جوړلو پر سر هم کار کوي.

ښاغلي چخانسوري وویل، چې د سولې ملي مشورتي بورډ به د افغان حکومت او د ټولنې د ټولو قشرونو ترمنځ له سلامشورو وروسته، د جمهور رئیس غني له خوا جوړ شي.

XS
SM
MD
LG