د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي سیاستوال د افغانستان د سولې په اړه څه وايي؟


په افغانستان او پاکستان کې د امریکا یو شمیر پخواني سفیران وايي په افغانستان کې سوله د سیمې او ګاونډیو هیوادونو په مرسته ممکنه ده.

یو شمیر امریکايي سیاستوال چې په واشنګټن کې د جان هاپکنز په پوهنتون کې راغونډ شوي وو وویل، د افغانستان له سولې سره به په ټوله سیمه کې امن راشي.

خو امریکايي سیاستوال او په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر رونالډ نیومن د افغان سولې په بهیر کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر ونډې او د سولې په خبرو کې پر ابهاماتو نیوکه وکړه.

ښاغلي نیومن وویل:" په افغانستان کې خلک د سولې ډیر لېوال دي خو ددې په وړاندې تاسې دوه شیان یعنی ویره او د مشرانو ګټی هم وینئ. دلته یوه لویه پوښتنه هم شته؛ چی ایا د سولی هوکړه د اسلامی امارت دغوښتنو پر بنا ده او که د پرمختللې دموکراسی پر بنسټ؟"

رونالد نیومن زیاته کړه که د افغانستان د سولې په مذکراتو کې داسی لارې چارې پېدا شي چی د هغو پر بنسټ په گډه د ژوند کولو زمینه هم مساعده شي بیا به هم د ډیرو وگړو او ډلو ترمنځ د گټو له امله تشنچ موجود وي او شرایط کمزوري او آن خرابولی هم شي.

په پاکستان کې د امریکا پخوانی سفیر او د افغانستان او پاکستان لپاره امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازی ریچرډ اولسن وویل پاکستان د سولې د خبرو اترو په پروسه کې مرسته کړیده او نور سیمه ایز هیوادونه هم غواړي چې امریکا له سیمې ووځي.

ریچرډ اولسن وویل:" پاکستان وکولی شول چی طالبان د خبرو لپاره وهڅوي او ملا برادرېې هم راوست. زما په اند د عمران خان وروستۍ څرگندونې له حساسیته ډکې وې. فکر کوم پاکستان اوسني وضیعت ته د خپل لید لو‏ري او افغانستان سره د خپلو پخوانیو ستونزو له نظره ګوري. زه فکر کوم دا څرګندونې د خواشینۍ وړ وې."

د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د عملیاتي څانگې مرستیال هنري انشر د سولې د هوکړې او د امریکاېې ځواکونو د ایستلو وروسته د امریکا د تگلارې په اړه وویل چې متحده ایالات هیچ کله افغانستان د چا لاسته نه سپاري، ددې پرځاې به ددې هیواد سیاست بدل او پر بشري مرستو ودریږي.

ښاغلي انشر وویل: " په افغانستان کې زموږ هدف د سولې د خبرو اسانه کول او په دې هیواد کې د جگړې ختمول دي، ترځو افغانستان هیچ کله هم د نړیوالو ترهګرو پټنځای نشي."

د امریکا حکومت په تېرو ۱۸ کلونو کې په لومړي ځل لپاره له افغانستان څخه د خپلو پوځیانو د ایستلو لپاره جدي ښکاري او غواړي چې ددې هیواد په تاریخ کې خپله اوږده جګړه پای ته ورسوي. امریکايي چارواکو او د طالبانو استازو د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر میاشتې راهیسې پنځه ځله مخامخ خبرې کړي او ډېر ژر به د شپږم پړاو خبرو لپاره غونډه وکړي.

XS
SM
MD
LG