د لاس رسي وړ اتصالات

په دوحه کې د سولې بین الافغاني خبرې پیل شوې


ښاغلي عبدالله ویلي چې له زلمي خلیلزاد سره ناسته کې د سولې هڅو او مذاکراتو په اړه خبرې کړي.
ښاغلي عبدالله ویلي چې له زلمي خلیلزاد سره ناسته کې د سولې هڅو او مذاکراتو په اړه خبرې کړي.

نن شنبه جولای ۱۷ (چنګاښ ۲۶)​ د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ دوحه کې د سولې مذکرات پيل شول.

د افغانستان د ملي مصالحې شورا ویاند فریدون خوځون امریکا غږ ته وویل چې په دغو مذاکراتو کې به پر یو شمېر اساسي موضوعاتو باندې بحثونه وشي.

هغه وویل: "ټاکل شوې چې د دوحې پر وخت لس بجې او د کابل پر وخت ۱۱:۳۰ بجې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ خبرې پیل شي او پر یو لړ اساسي موضوعاتو به بحث وشي."

د افغانستان د اسلامي جمهوریت پلاوي مشري عبدالله عبدالله او د طالب استازو مشري ملا عبدالغني برادر کوي.

د افغانستان د ملي مصالحې شورا د رئیس عبدالله عبدالله په مشرۍ د افغان سیاسي مشرانو یو ګډ پلاوی په دوحه کې د طالبانو د استازو سره د خبرو لپاره تیره ورځ قطر ته ولاړ.

په دغه پلاوي کې کریم خلیلي، عطاء محمد نور، کلیم الله نقیبي، باتور دوستم او یو شمېر نور افغان سیاسیون شامل و.

بلخوا د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله وايي چې قطر ته له رسېدو سره یې تیره شپه د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره کتلي دي.

ښاغلي عبدالله ویلي چې له زلمي خلیلزاد سره ناسته کې د سولې هڅو او مذاکراتو په اړه خبرې کړي.

د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ د سولې ناسته پر داسې مهال تر سره کیږي چې تر بل هر وخت افغانستان کې جګړو زور اخیستی دی.

عبدالله عبدالله تیره ورځ قطر ته تر روانېدو مخکې خبریالانو ته وویل چې قطر ته د سفر هدف یې د جګړې پای ته رسېدو او سولې ټینګېدو په اړه له طالب استازو سره خبرې کول دي.

په قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم هم پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د بین الافغاني مذاکراتو پرانیستې ناسته نن شنبه پيل شوه.

XS
SM
MD
LG