د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني جګپوړي پولیس له دندو لېرې کړل


ولسمشر غني وزارت ته لارښوونه کړې چې د څېړنو له بشپړېدو وروسته دې دغه کسان په دنده کې د بې غوري له کبله لویې څارنوالۍ ته وروپيژني
ولسمشر غني وزارت ته لارښوونه کړې چې د څېړنو له بشپړېدو وروسته دې دغه کسان په دنده کې د بې غوري له کبله لویې څارنوالۍ ته وروپيژني

ارګ وايي ولسمشر محمد اشرف غني د میدان وردګ پولیسو د تعلیمي مرکز د فارغانو په بسونو د شوي ځانمرګي برید په هکله د ټاکل شوي پلاوي د راپور له اورېدو وروسته د پنځو لوړ پوړیو پولیس چارواکو دندې وځنډولې.

څو ورځې مخکې له میدان وردګو نه کابل ته د پولیسو په یو روان کاروان ځانمرګی برید وشو چې۳۳ پولیس یې ووژل او تر ۱۵۰ ډیر نور یې ژوبل کړل.

د ارګ اعلامیه وايي چې دغو چارواکو د "پولیسو په انتقال کې پام وړ تدابیر نیولي نه وو او په دغه برخه کې یې بي غوري کړي دي".

د ارګ په اعلامیه کې راغلي " د ملي امنیت عمومي ریاست د کورنیو چارو وزارت اړوندو مسوولینو ته د خطر او تهدید د تشخیص په هکله له مخکې نه خبر ورکړی وو".

په دغو کسانو کې د کورنیو چارو وزارت د اداري معینیت دفتر رئیس او د جلب او جذب عمومي قوماندانۍ سرپرست مل پاسوال محمد حسن عالمي، د جلب او جذب عمومي قوماندانۍ رئیس ارکان مل پاسوال عبدالمجید صافی، د تعلیم او تربیې عمومي قوماندان پاسوال الهام وردک، د تعلیم او تربیې قوماندانۍ مرستیال مل پاسوال سردار محمد کوهدامني او د میدان وردک پولیسو تربیوي مرکز قوماندان مل پاسوال جلالدین رګبار شامل دي.

ولسمشر غني د کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې چې له دغو کسان وڅاري او د څېړنو له بشپړېدو وروسته دې په دنده کې د بې غوري له کبله دې لویې څارنوالۍ ته ور وپيژني.

اعلامیه وايي ښاغلي غني ټینګار کړی هغو چارواکي چې افغان امنیتي ځواکونه له خطر سره مخامخ کوي، د بخښلو او توجیه وړ نه دي.

تر دې مخکې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په خپل ټویټر کې لیکلي وو چې وزیر تاج محمد جاهد په همدې اړه د لسو پولیس چارواکو دندې ځنډولې دي.

دا لا معلومه نه ده، چې که پر دغو کسانو لګلیدلي تورونه ثابت شي، له کومې سزه سره مخامخ کیږي. دا لومړی ځل چې په افغانستان د یو ځانمرګي برید له کبله د افغان امنیتي چارواکو دندې ځنډول کیږي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG