د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د اختر په مناسبت ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کوچني اختر په مناسبت یې په ټول هیواد کې کلک امنیتي تدابیر نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین نن چهارشنبه مۍ ۱۲(غوايي ۲۲) خبریالانو ته وویل چې زرګونو امنیتي سرتیرو په دې اړه پوره چمتووالی نیولی دی.

نوموړي زیاته کړې: "خپلو هیوادوالو ته ډاډ ورکوم په هر ځای کې چې زموږ خلکو ته ګواښ متوجه وي ګډ ځواکونه فعال حضور لري او هغه په ټولو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي."

د کورنیو چارو وزارت ټينګار وکړ چې دغه سرتیري هیڅ چا ته اجازه نه ورکوي چې د خلکو خوښۍ او ارامۍ له منځه یوسي.

هغه همدارنګه په کابل ښار او ولسوالیو کې هم د ځانګړو امنیتي تدابیرو د نیول کېدو خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې افغان سرتیري د وسله والو مخالفینو د هر ډول ګواښ له منځه وړلو ته چمتو دي.

د کورنیو چارو وزارت له عامو افغانانو څخه هم وغوښتل چې د اختر ورځو کې له پولیسو سره د امنیت په ټینګښت کې مرسته وکړي.

دغه وزارت پر داسې مهال د ټینګو امنیتي تدابیرو د نیول کېدو خبر ورکوي چې په دې وروستیو کې د افغانستان د ځينو ولایتونو څخه د جګړې زیاتېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو د اختر په درې ورځو کې د اوربند ټینګېدو اعلان کړی دی او خپلو وسله والو ته یې په دغه درې ورځو کې د تعرضي بریدونو بندیدو امر کړی دی.

تر هغه وروسته ولسمشر محمد اشرف غني هم افغان سرتیرو ته امر وکړ چې د اختر په ورځو کې اوربند مراعت کړي. خو افغان حکومت د طالبانو لخوا پر تلپاتې اوربند ټينګار کړی دی.

ټاکل شوې سبا پنجشنبه د غوايي ۱۳مه د افغانستان ترڅنګ په ګڼو اسلامي هیوادونو کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي.

XS
SM
MD
LG