د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د اختر په مناسبت ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د پولیسو څه باندې ۱۵۰زره منسوبین د کوچني اختر په ورځو کې د امنیت د خوندیتوب لپاره توظیف شوي دي.

ټاکل شوې سبا د یکشنبې په ورځ د مې په ۲۴مه (غويي څلورمه) چې د شوال میاشتې له لومړۍ نېټې سره برابرېږي په افغانستان او نورو هېوادونو کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ولمانځل شي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین امریکا غږ ته وویل چې د اختر په ورځو کې د امنیت د خوندیتوب لپاره تدابیر نیول شوي دي.

ښاغلي آرین وویل: "ټولو هېوادوالو ته زموږ ډاډ دا دی چې د کوچني اختر رارسېدو ته په پاملرنې په ټول افغانستان کې امنیتي ځواکونو ته د تیارسي دستور ورکړل شوی دی".

د کورنیو چارو وزارت همدا شان له خلکو څخه غوښتي چې د اختر په ورځو کې د امنیت د خوندیتوب لپاره له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره همکاري وکړي.

په عین حال کې یو شمیر افغانان په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو خواو په ځانګړي ډول طالبانو څخه غواړي چې د اختر په ورځو کې اوربند وکړي.

د کابل ښار اوسیدونکو شاکر سرسام او معین ګل څمکني امریکا غږ ته وویل:

"دا وطن له یوې خوا له کرونا څخه په عذاب دی او خلک ډېر کړېدلي دي نو له طالبانو څخه هم هیله ده چې اوربند اعلان کړي ترڅو خلک اختر د امن او سولې په فضا کې تجلیل کړي".

"لکه څنګه چې هېواد مو له څو اړخیزو ستونزو سره لکه جنګ جګړه، بیوزلي او د کرونا وبا سره لاس او ګرېوان دی په سر کې د طالبانو له سیاسي او پوځي چارواکو څخه هیله کوم چې د کوچني اختر په ورځو کې اوربند وکړي، همداسې دا غوښتنه حکومت او بهرنیانو ته هم متوجه ده چې ورته عمل وکړي".

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په داسې حال کې د اختر د ورځو لپاره د کلکو امنیتي تدابیرو د نیولو خبر ورکوي چې په دې وروستیو کې په ځانګړي ډول د روژې په میاشت کې د افغان حکومت د وسله‌والو مخالفینو په برېدونو او د ناامنیو په پېښو کې زیاتوالی راغلی دی.

وسله‌والو طالبانو د ۱۳۹۷ کال په غبرګولي میاشت کې د لومړي ځل لپاره له افغان حکومت سره د کوچني اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند وکړ.

که څه هم د طالبانو دا اقدام په کور دننه او بهر له پراخ هرکلي سره مخ شو خو له هغې وروسته یې د افغان حکومت د پرله‌پسې غوښتنو سربېره بیا اوربند ته غاړه کېنښوده.

XS
SM
MD
LG