د لاس رسي وړ اتصالات

غني: په افغانستان کې د سولې لپاره باید د پاکستان سره مذاکره وشي


جمهور رئیس غني په نیویارک کې د بهرنیو اړیکو د شورا په څیږنیز بنسټ کې د وینا پر وخت
جمهور رئیس غني په نیویارک کې د بهرنیو اړیکو د شورا په څیږنیز بنسټ کې د وینا پر وخت

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ په نیویارک کې یو ځل بیا د پاکستان حکومت په افغانستان کې د بې ثباتۍ په رامنځ ته کولو ملامت کړ.

ښاغلي غني چې د بهرنیو اړیکو د شورا په څیږنیز بنسټ کې یې وینا کوله یو شمیر څیړونکو او خبریالانو ته په خطاب کې وویل چې د هغه تر مشرۍ لاندې حکومت هڅه وکړه چې د اسلام آباد له مقاماتو سره خبرې وکږي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اختلافونه حل شي، خو پاکستان په عمل کې دا ډول اقدام نه مني.

جمهور رئیس غني وویل "پاکستان ته مې لاسونه وړاندې کړل او هغوی مې [پر لاسونو] لاړې تو کړې، ځکه هغوی فکر وکړ چې کولای شي مونږ وپرزوي."

ښاغلي غني ددې ترڅنگ چې پاکستان یې په افغانستان کې د سخت دریځو ډلو په ملاتړ ملامت کړ، ټینگار یې وکړ چې د افغانستان د کړکیچ پای ته رسیدل هم د پاکستان مرستې ته اړتیا لري.

د جمهور رئیس غني په وینا که پاکستان سخت دریځو ته په خپله خاوره کې پناه ور نکړي او له هغوی سره لوژستیکي مرسته ونه کړي "د لوبې قاعدۀه" به بدلون ومومي.

هغه ټینگار وکړ چې د ترهگرو ډلو نه د دولتونو ملاتړ گټور نه دی او ددې احتمال شته چې سخت دریځه ډلې خپل ملاتړي هم په نښه کړي او "دا هغه گواښ دی چې باید جدي وگڼل شي."

ښاغلي غني زیاته کړه چې په هیواد کې یې د روان تاوتریخوالي مسولیت د طالبانو په غاړه دی، خو ټینګار یې وکړ چې د هیواد کړکیچ باید د خبرو له لارې حل شي.

ښاغلي غني وویل چې "توپ" د هغو کسانو په میدان کې دی چې د تاوتریخوالي نه کار اخلي او هغه تمویلوي." ظاهراً د ښاغلي غني اشاره طالبانو، د حقاني شبکې او پاکستان ته ده چې دمخه یې هم هغه هیواد د حقاني شبکې او طالبانو په تمویلولو تورن کړی و.

خو پاکستاني مقاماتو په وار وار دغه ډول ادعاوی رد کړي او ویلي یې دي چې دا هیواد د ترهګرو ملاتړی نه دی بلکه پخپله د تاوتریخوالي او ترهګرۍ قرباني شوی دی.

د افغانستان جمهور رئیس همداشان خبرداری ورکړ چې د افغانستان د عالی سرقوماندان په توگه د هغه وروستۍ وظیفه داده چې د تاوتریخوالیو په وړاندې د لا زیات تاوتریخوالي نه کار واخلي. هغه زیاته کړه چې په هیواد کې روان تاوتریخوالی پرې تپل شوی دی.

ښاغلي غني وویل "که لازم شي تر وروستۍ سلگۍ به وجنگیږو. خو زمونږ هیله په خبرو کې برخه اخیستل دي."

د اسیا د جنوب لپاره د امریکا نوې ستراتیژي

د افغانستان جمهور رئیس په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو د ځواکونو د ونډې اخیستلو نه په منه وویل چې د واشنگټن د نوې ستراتیژۍ له مخې به امریکایي ځواکونه بیا په افغاسنتان کې د جگړې میدان ته مخه نه کړي. خو ټینگار یې وکړ چې د امریکا د نوې ستراتیژۍ اعلان "د پام وړ تاثیرات" درلودلي دي.

ښاغلي غني وویل "هغوی [طالبانو] ته دې واضح وي چې هغوی د پوځي لحاظه نه شي بریالي کیدای. د اسیا د جنوب لپاره د [امریکا] ستراتیژۍ له اعلان دمخه هغوی [طالبان] ډاډمن وو چې بریالي به شي او یا لږ تر لږه پرته له دې چې تاوان ورته پیښ شي کولای شي بې ثباتي رامنځ ته کړي".

ښاغلي غني ادعا کړې چې د طالبانو مشران د ځوانانو په استخدامولو او د جګړې میدان ته د هغوی په لیږلو سره په جنایي اعمالو مرتکب کیږي او ادعا یې وکړه چې د طالبانو تاوتریخوالی هغوی ته پخپله هم زیات ځاني تاوان اړولی دی.

د افغانستان جمهور رئیس وویل "په تیره یوه میاشت کې، د هغوی [طالبانو] څه دپاسه ۱۳۰۰ کسان وژل شوي دي او دغه وینه تویدنه غیر ضروري ده."

XS
SM
MD
LG