د لاس رسي وړ اتصالات

په واشنګټن ډي سي کې د طالبانو پر ضد د افغانانو مظاهره


د متحده ایالاتو په پایتخت واشنګټن ډي سي کې یو شمېر افغانانو د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې په ۱۵ مې واک ته د طالبانو د رسېدو د درېیمې کالیزې د پوره کېدو په ورځ راټول شوي و او له نړیوالو یې وغوښتل چې طالبانو سره تعامل ونکړي.

مظاهره چیانو په افغانستان کې د طالبانو دویم ځل واک ته رسیدل د هیواد لپاره "توره ورځ" وبلله.

راټولو شویو افغانانو د افغان نجونو او میرمنو لپاره د تعلیم او کار کولو د حق غوښتنې تر څنګ د نړیوالې ټولنې او د امریکا له ولس وغوښتل چې طالبانو سره د نور تعامل کولو اجازه ورنکړي.

د مظاهرې یو تن تنظیم کوونکي صادق امیني، امریکا غږ ته وویل چې په افغانستان کې د جمهوري نظام ړنګیدل، د ۴۰ میلیون وګړو ړنګیدل وو.

ښاغلي امیني زیاته کړه چې تر ۳۰ ډیر کالونه کیږي چې نږدې ۴۰ میلیونه افغانان هیڅ ډول حقوق نلري.

مظاهره کوونکو همدارنګه دا شعارونه ورکول چې په افغانستان کې دې جنسیتي اپارتاید په رسمیت وپیژندل شي.

د شریف الله شرافت په نامه د مظاهرې یو ګډونوال امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې افغانستان ته د طالبانو راتګ د تورې ورځې په توګه پیژني.

هغه زیاته کړه، " درې کاله وشول چې حاکمه ډله په افغانستان کې واک لري. د میرمنو او بشري حقونه تر پښو لاندې شوي. مونږ دلته راټول شوي یو چې د امریکا له ولس څخه چې حکومت ته مالیه ورکوي، وغواړو چې د طالبانو سره تعامل کول پای ته ورسوي ځکه ټوله نړۍ د طالبانو سره تعامل کوي خو طالبان د خپل ولس سره تعامل نکوي".

د پنجشنبې ورځې په مظاهرې کې د پایتخت واشنګټن ډي سي تر څنګ له مریلنډ، ورجنیا او پنلسوانیا ایالتونو څخه ګڼ شمیر میرمنو ګډون کړی و.

د مرجان امیري په نامه یوه میرمن چې پدې مظاهرو کې یې برخه اخیستې وه، امریکا غږ ته وویل چې د میرمنو لپاره د حق غوښتنې له کبله طالبانو د ۲۰ ورځو لپاره بندي کړې وه.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د دویم ځل لپاره په افغانستان کې واک ته ورسیدل او سره لدې چې ژمنه یې کړې وه د واکمنۍ دویمه دوره به تر لومړۍ توپیر ولري خو په تیرو دریو کالونو کې یې په افغان ولس، او په ځانګړې توګه نجونو او میرمنو یو لړ محدودیتونهن لګولي دي.

طالبانو پدې دورې کې په ټول افغانستان کې د افغان نجونو لپاره تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي تړلي دي او د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په میاشت کې یې پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو ته د میرمنو په تګ هم بندیز ولګاوه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG