د لاس رسي وړ اتصالات

افغان معترضې ښځې د مارچ په اتمه: د طالبانو مشران دې محاکمه شي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د مارچ اتمه ښځو سره د پیوستون د نړیوالې ورځې سره هممهاله د افغانستان په دننه او بهر کې د افغان میرمنو د اعتراضي غورځنګونو یو شمیر غړو د طالبانو له خوا پر ښځو باندې د پراخه محدودیتونو د لګولو له امله د دغې ډلې په مشرانو باندې د فشار او په نړیوالو محکمو کې د هغوی د محاکمه کولو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان په پایتخت اسلام اباد کې د افغانستان د مترقي ځواکونو غورځنګ په یوه غونډه کې د طالبانو سره د تعامل د پرې کیدو غوښتنه کړې ده. ددغه غورځنګ غړو ویلي چې د افغانستان د خلکو پر وړاندې د طالبانو د اقداماتو پایلې به سیمې او نړۍ ته هم ناسمې پایلې ولري.

دغه غورځنګ غړو ویلي: " په افغانستان کې حاکم شرایط د سیمې او نړۍ ټولو هیوادونو لپاره ګواښ دی. په سیاسی نظام، دولتي جوړښت او په ټولنیزو او فرهنګي فعالیتونو کې د ښځو د مشارکت او حضور پرته هیڅ مستبد او توتالیتري رژیم نشي کولی چې دوام وکړي".

د ارغواني شنبې د ورځو غورځنګ د افغانستان په دننه کې په یو سرتړلې ودانۍ کې د یوې اعتراضي غونډې د جوړولو په ترڅ کې ویلي چې طالبانو د افغانستان د خلکو پر وړاندې په جګړه کې نه یوازې په تیرو نږدې دریو کلنو کې، بلکې په تیرو شلو کلنو تر ټولو لوی زیان ښځو او ماشومانو ته رسولی دی.

ددغه غورځنګ غړو ویلي: " مونږ معترضې ښځې ... پر طالبانو باندې د حداکثر او اغیزمن فشار غوښتونکي یواو د نړیوالې ټولنې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او د جرمونو له نړیوالې محکمې غواړو چې د طالبانو مشر او د طالبانو د حکومت د کابینې غړي چې اکثره یې د تروریستي ډلو په تور لیست کې شامل دي او میلیونونه ډالر یې په سر باندې انعام ایښودل شوی هغوی ونیسي او محکمې ته حاضر کړي".

دغه غورځنګ په یوه اعلامیه کې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د نغدو ډالرو د انتقال د بهیر په اړه هم وضاحت غوښتي او ویلي دي چې تمه لري چې ملګري ملتونه پرته له ځنډ څخه په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ تبعیض په رسمیت وپيژني.

په عین وخت کې د افغانستان د ښځو اعتراضي غورځنګونو ائتلاف د مارچ اتمه د ښځو سره د پیوستون د نړيوالې ورځې په مناسبت د جمعې په ورځ په یوه سرټړلې ودانې کې په یوه غونډه کې لاریون ترسره کړ.

دغو اعتراض کوونکو میرمنو " د ښځو ځپوونکی حکومت چپه چپه"، " د طالبانو نظام باید نابود شي" او " د طالبانو پر وړاندې د ښځو اعتراضي فریاد د ټولنې فریاد دی" شعارونه ورکول.

هغوی ویل: " مونږ معترضې ښځې د بشري ضد جنایاتو، د جنسیت پر بنسټ د تبعیض اود بشري حقونو څخه د سرغړونو په خاطر په بیړني ډول د طالبانو د چارواکو د محاکمې غوښتوونکي یو. همداشان مونږ د تخار ښځې په عاجل ډول د منیژه صدیقي د خوشې کیدو غوښتنه کوو".

د ښځو د حقونو فعاله منیژه صدیقي د تیر ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د میاشتې راهیسې د طالبانو سره په زندان کې ده.

ددغه ائتلاف غړو په کابل کې هم په یوه سرتړلې ودانۍ کې په یوه غونډه کې وویل چې د مارچ اتمه په داسې حال کې په ټوله نړۍ کې نمانځل کیږي چې طالبانو په افغانستان کې ښځې د ټولو انساني، ددغه هیواد د اوسیدونکو او مدني حقونو څخه محرومې کړي دي او هغوی یې په بشبړ ډول ټولنه کې څنډې ته کړي دي.

دغو معترضو میرمنو وویل: " په افغانستان کې نن ورځ وضعیت نه یوازې ددغه هیواد خلکو ته بلکې سیمې او نړۍ ته هم به خطرناک عواقب ولري. د طالبانو د جنایاتو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې چوپتیا د بشري موازینو پر خلاف د ښځو د ځپلو د اقداماتو د تائید لپاره د ټاپې لګول دي".

د افغانستان په شمال کې د معترضو ښځو غورځنګ هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې نړۍ د مارچ په اتمه په دغسې یو عصر کې د طالبانو په لاس د زندان او پر هغوی د ظلم ترسره کولو لپاره شاهدان دي او نړیواله ټولنه هڅه کوي چې د طالبانو د کړنو د غندلو لپاره د اعلامیو د صادرولو پرته وړاندې بل قدم وانخلي.

په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د مارچ اتمه د طالبانو د حکومت له خوا په رسمي ډول نه لمانځل کیږي.

د طالبانو حکومت شاوخوا ۹۰۰ ورځې کیږي چې د لومړنۍ دورې پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او د نږدې څوارلس میاشتو راهیسې یې په پوهنتونونو کې هم نجونې او ښځې له زده کړو منع کړي دي.

همداشان د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د ادارو په ګډون په دولتي او غیردولتي موسسو کې د ښځو په کار هم بندیز لګولی او هم یې پر ښځو له کور بهر د حجاب اغوستلو او د اوږد سفر پر مهال د محرم د لرلو شرطونه ایښي او ښځې یې پارکونو او ورزشي کلپونو ته له تللو منع کړي دي.

ملګرو ملتونو د افغان میرمنو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د حکومت دا اقدامات د جنسیت پر بنسټ سیستماتیک تبعیض بللی او ژرترژره یې ددغو اقداماتو د لغوه کیدو غوښتنه کړې ده. طالبانو حکومت چارواکو په پرله پسې ډول ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ته ځان ژمن ګڼي او په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز موقتي بڼه لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG