د ایرلینډ کرکټ بورډ سه شنبه مارچ ۱۱ ( کب ۲۱) اعلان کړی چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سره د ټیسټ، یو ورځنۍ نړیوالو او شل اوریزو لوبو لړۍ د مالي ستونزو له کبله فسخ کوي.
ټاکل شوې وه چې د "راتلونکي سفر پروګرام" له مخې افغانستان د آیرلینډ لوبډلې سره یوه د ټیسټ او درې درې پنځوس اوریزې او شل اوریزې نړیوالې لوبې کړې وی چې کوربه یې آیرلینډ و.
خو د ایرلینډ د کرکټ بورد اجرائیوي مشر، وارن دویترم د سه شنبې په ورځ د نورو هیوادونو سره د لوبو د مهال ویش د اعلان پر مهال وویل چې د افغانستان سره لوبې د مالي دلایلو له کبله چې له وړاندې پلان شوې وې، نه کیږي.
هغه وویل، " دا پریکړه د ادارې د لنډمهالې بودجوي ستونزو له کبله شوې. مونږ همدارنګه باید د بورډ منشور سره سم عمل وکړو چې د ټولو ستراتیژیکو اهدافو لپاره په برابره توګه د پانګې اچولو غوښتنه کوي".
د افغانستان کرکټ بورډ لا تر دې دمه د ایرلینډ لخوا د لوبو د لړۍ فسخ کولو په هکله څه ندي ویلي.
افغانستان او ایرلینډ چې دواړو ته په یو وخت کې د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ورکړی، تر دې دمه یې د یو بل سره دوه د ټیست لوبې کړي چې یوه یې افغانستان او بله یې ایرلینډ ګټلې.
دواړه لوبډلې همدارنګه په ۳۲ یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې سره مخامخ شوي چې ۱۸ یې د افغانستان او ۱۳ یې د ایرلینډ په ګټه تمامې شوې. په شل اوریزو لوبو کې هم افغانستان په ایرلینډ برلاسی دی.
افغانستان او ایرلینډ ۲۶ شل اوریزې نړیوالې لوبې کړي چې ۱۸ یې افغانستان او یواز ۸ یې ایرلینډ ګټلي دي.
تر ایرلینډ وړاندې د اسټرالیا لوبډلې هم د افغانستان سره د لوبو یوه لړۍ فسخ کړې وه او دلیل یې د افغان میرمنو او نجونو سره د طالبانو د حکومت چلند بللی و.
د استرالیا کرکټ بورډ د مارچ پر ۱۹مه نېټه وویل، چې دوی ته خپل حکومت مشوره ورکړې چې "په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره شرایط مخ په خرابېدو دي" نو ځکه یې له افغانستان سره د درېو لوبو هغه لړۍ چې د روان کال په اګست میاشت کې په متحده عربي اماراتو کې کېدونکې وه، ځنډوي.
د افغانستان کرکټ بورډ د مارچ پر ۲۰مه نېټه د استرالیا کرکټ بورډ پر اعلامیې خواشیني ښودلې او ویلي دي چې "لوبه دې له سیاست څخه لیرې وساتل شي."
اسټرالیا کرکټ بورډ په ۲۰۲۱م کال کې هم له افغانستان کرکټ بورډ سره د خپل دولت د فشار له امله یوازېنۍ ټېسټ لوبه لغوه کړې وه، او بیا یې په ٢٠٢٣ کال کې له افغانستان سره د یو ورځنیو لوبو لړۍ وځنډوله.
فورم \ دبحث خونه