د لاس رسي وړ اتصالات

زموږ متحدین باید د طالبانو په ګټه تبلغاتو څخه لیري پاتې شي ـ فیصل


د افغانستان د ملي امنیت شورا د افغان سولې لپاره دامریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد څرګندونو ته په ځواب کې وایي چې د افغانستان متحدین باید له دا ډول څرګندونو څخه ډډه وکړي چې په یو ډول نه یو ډول له وسله والو طالبانو سره مرسته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره دامریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پخپلو تازه څرګندونو کې یو ځل بیا ویلي چې د کابل د دشت برچې بر سل بستریز روغتون برید داعش کړی چې په وینا یې دغه ډله د ورته بریدنو په ترسره کولو سره د افغان حکومت او طالبانو د سولې د رامنځته کېدونکي هوکړې مخالفت کوي.

خو د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن شنبه مې۱۶(غويي۲۷) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د افغان حکومت د معلوماتو له مخې د دشت برچې پر روغتون برید د طالبانو کار دی ځکه طالبانو تر دې مخکې هم په ګڼو ولایتونو د ورته بریدونو مسؤلیت منلی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند همدارنګه وویل که چیري د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی داسې اسناد په لاس کې ولري چې په دشت برچي کې پر سل بستریزو روغتون برید طالبانو نه بلکې داعش کړی دی په دې اړه اسناد دې د افغانستان له خلکو او حکومت سره شریک کړي.

جاوید فیصل زیاته کړه چې طالبانو بېګناه ملکي افغانان وژلي چې په وینا یې د افغانستان ملګري باید د تروریستانو «وحشتونو» ته برائت ورنه کړي.

هغه وویل چې طالبان هم د افغانستان او هم د هغوی د ملګرو لپاره ګډ ګواښ دی چې په وینا یې نړیوال ملګري باید په دا ډول تبلغاتو کې ښکېل نه شي.

فیصل زیاته کړه:"مهمه ده چې زموږ شریکان زموږ ملګري د تروریستانو وکړنو ته، وحشتونو ته، فعالیتونو ته او افغان وژنو ته یې برائت ورنه کړي. په ټوله کې باید ووایو چې طالبان لا هم زموږ ملي امنیت او زموږ د شریکانو ملي امنیت ته یو بل قوه ګواښ دی،دوی لا هم د سیمه ییزو او نړیوالو تروریستي ډلو او استخباراتو سره فعاله اړیکې لري... په دغه سي یو وخت کې مهمه ده چې زموږ ملګري له دغه سې تبلغاتو څخه لیري پاتې شي چې په هغه سره مستقیم او یا غیر مستقیم وسله والو طالبانو او یا د هغوی ملګرو ته مرسته رسوي، زموږ متحدین باید دا ډول جالونو کې ښکېل نه شي باید د هغو مشترکو اهدافو په اړه چې موږ یې لرو په ګډه کار وکړي."

د روژې میاشتې دریمه اونۍ کې د طالبانو لخوا ملکي تلفات

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند همدارنګه وویل چې د روژې میاشتې په دریمه اونۍ کې د وسله والو طالبانو لخوا ۷۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۱۸ نور ټپیان شوي دي.

جاوید فیصل وویل چې ملکي وګړو ته دغه مرګ ژوبله د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د طالبانو لخوا په مخامخ ډزو او سړک غاړې ماین چاودنو کې اوښتې ده چې نسبت تیرې اونۍ ۳۰۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

د تیرې سې شنبې په ورځ په کابل او ننګرهار کې مرګونې بریدونه چې ۵۶ تنه ملکي وګړي پکې ووژل شول او شااوخوا ۹۰ تنه ټپیان شول مسؤلیت تر دامهاله کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

ولسمشر غني د یادو بریدونو په غبرګون کې افغان ځواکونو ته امر وکړی چې له دفاعي حالت څخه ووزي او د طالبانو پر ضد تعرضي عملیات پيل کړي.

جاوید فیصل وویل چې د ولسمشر غني تر امر وروسته د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۲۴۹ طالبان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG