د لاس رسي وړ اتصالات

د خیبر پښتونخوا د مردان خښتو بټۍ کې ځینې افغان مزدوران ګرو دي


د خیبر پښتونخوا په مردان کې ځینې افغان کډوال چې د بټیو لپاره خښتې باسي، وايي، د ورځني لږ مزد (اجرت) له کبله یې ژوند د بټۍ له مالکانو سره ګرو دی.

د غزني ولایت عبدالسلام له خپلې کوچنۍ لور او واړه زوی سره د مردان په جلاله سیمه کې له ډېرې مودې راهیسې د یوې بټۍ لپاره د ورځې یو زر خښتې په نهه سوه روپۍ باسي.

نوموړي له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل،”دا پیسې مو نه د کور بس کېږي او نه مو د بچو اومېرمنې دارو درمل پرې برابرېږي. “

عبدالسلام زیاتوي، کله چې باران شي او خښتې يې باران ووهي، نو بیا ورته ټېکېدار (بټۍ مالک پېسې) هم پوره نه ورکوي.

د نوموړي په خبره په نهه سوه روپۍ ورځ يې خرڅ نه پوره کېږي، چې ناروغي شي یا غم ښادي وي نو له ټېکېداره پور اخلي او تر دې دمه د هغه څلور لکه روپۍ پورړی دی.

عبدالسلام وايي،‌”کله چې په اختر یا غم ښادي کې خپله مېرمن شوکدر ته بیایم، نو ټېکېدار راته وايي یو بچی به دلته ګرو پرېږدې، نو زه خپله وړکې لور د ګاونډیانو کره پرېږدم، ټېکېدار راته ځکه وايي چې زه يې پېسې ونه تښتوم. “

نوموړی زیاتوي اوس وطن ته هم نشي ستنېدلای ځکه چې نه خو یې هلته کار شته او نه دومره پېسې لري چې ځان او بچي د ټېکېداره له ګروه یا ګاڼې خوشي کړي.

د پېښور په ارمړو کې د خښتو بټۍ یوبل مزدورکار محمد عالم چې د ننګرهار دی وايي، د ده په ګډون دلته ټول مزدوران د ټېکېدارانو پوروړي دي.

له امریکا غږ سره په خبرو کې نوموړي وویل، له دوی سره نغدې پېسې نه وي خو چې دارو دورمل کوي یا بل څه کار کوي نو له ټېکېداره پور واخلي، نو همدارنګه ورځ په ورځ په دوی پوره جمع کېږي او بیا یو مزدور نه شي کولای چې دغه پور پرې کړي او که چرته بلې بټۍ ته ترې ځي، نو د بلې بټۍ والا څخه پېسې راواخلي او دې بټۍ والا ته يې ورکړي نو بیا بلې بټۍ ته تلای شي.

دی زیاتوي، په دې سره ورځ تر بلې پور لا زیاتېږي او له نورو کارونو نه دا مزدوري ډېره سخته ده.”اوس چرته هم له دې ځایه نه شو تلائ دلته یو رقم ګرو یو چې تر څو په دې بټیو کې کارونه کوو نه به ښه ورځ ووینو او نه به مو بچي سبقونه ووايي. “

خو په مردان کې د جلاله د خښتو بټۍ ټېکېدار اجمل شاه له امریکا غږ سره په خبرو کې له دې خبرې نه انکار وکړ چې ګنې دوی دې یو مزدور ګرو یا ګاڼه کړی وو.

نوموړي زیاته کړه، په مزدورانو یې پورونه دي، او ځکه یې پوروړي دي، چې کار يې د لږو پیسو کړی وي او چې ناروغي راشي یا يې د بچو ودونه وي نو دوی ورڅخه پورونه اخلي.”دا خو موږ له دوی سره ښه کوو ځکه چې دوی له موږ سره کار کوي نو موږ ته يې سترګې دي او بله خبره دا ده چې اکثره ځینې مزدوران زموږ نه وتښتي او زموږ په لکونو روپۍ له ځان سره وتښتوي نو موږ سره بې اعتباري کوي نو ځکه ورته موږ وایو چې له کوره ځئ نو یوڅوک دلته پرېږدئ.“

بلخوا بیا په پېښور کې د سوداګرۍ د خونې غړي او د اقتصادي چارو کار پوه سېد قیوم وايي، په پاکستان کې دا وخت ګراني ډېره زیاته شوې ده او د یو عام وګړي ژوند ډېر ګران شوې دی تاسو وګورئ په پاکستان کې د هغه خلکو شمېره ۳۹.۴۰٪ (نهه دېرش اعشاریه څلور صفر) سلنې ته رسېدلې چې د غریبۍ له کرښې ښکته ژوند کوي نو خلک په دې سختو او لږو پېسو کار کولو ته مجبوره دي چې بچو له د یو وخت ګوله ډوډوۍ پیدا کړي د پاکستان دولت چې د خپلو خرچو پوره کولو لپاره د د پېسو د نړیوال صندوق څخه پور اخلي نو هغوی ورته شرطونه ږدي او بیا د دې اثر په غریبانو پرېوځي او د یو ملک چې صادرات نه وي، تولیدات یې نه وي نو هلته د ملک نظام روان ساتلو لپاره بیا پورونه اخیستل کېږي او له دې سره ګراني او بې روزګاري زیاتېږي.

د خښتو بټیو ټېګېداران وايي، د پاکستان په پنجاب او پښتونخوا کې تر شپږنیم زرو پورې د خښنو بټۍ دي چې پکې په زرګونو د پښتونخوا او د افغانستان پښتانه مزدوري کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG