د لاس رسي وړ اتصالات

ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو په وضعیت غونډې کیږي 


د طالبانو د حکومت د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت وايي، ټاکل شوې په نږدې راتلوونکي کې په ایران او پاکستان کې د میشتو افغان مهاجرینو د وضعیت په اړه د دغو هیوادونو د چارواکو او د ملګروملتونو د مهاجرینو د عالي کمیشنرۍ (یو این ایچ سي ار) سره په یوه درې اړخیزه او څلور اړخیزه غونده کې خبرې وکړي.

د دغه وزارت د مطبوعاتي څانګې یو لوړ پوړي غړي سید عبدالباسط انصاري د شنبې په ورځ اپریل ۱۶ (وري ۲۷) امریکا غږ ته وویل، چې کیدای شي دا غونډې د روانې میلادي میاشتې په وروستیو کې او یا هم د بلې میاشتې په پیل کې جوړې شي.

ښاغلي انصاري وویل: "...یوازینی هدف مهاجرینو سره مرستې او په يو ډول د هغوی وضعیت ارزول دي چې څنګه کولی شي زمونږ مهاجرینو ته خدمتونه عرضه کړي د حقوقي مسایلو له پلوه او د معارف، تحصیل، روغتیا او نورو برخو کې هغوی سره همکاري وشي او بله مسله افغانستان ته د مهاجرینو د ستنیدلو ده چې ستنیدل باید په رضا او دواطلبانه ډول اوسي ".

د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې له پنځه میلیونو څخه زیات افغان مهاجرین په ایران او پاکستان کې د مهاجرت په قانوني اسنادو د اسنادو پرته ژوند کوي.

له ایران څخه افغانستان ته د افغان مهاجرینو د ایستلو لړۍ په وروستیو میاشتو کې یو ځل بیا چټکه شوې ده.

د مهاجرت نړیوالې ادارې " آی اوایم" د یو راپور له مخې د روان ۲۰۲۲ میلادي کال په لومړیو دوو میاشتو کې له ایران څخه افغانستان ته یو لک او اته زرو څخه زیات افغانان چې په دغه هیواد کې د اوسیدانې قانوني اسناد نلرل خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

همداشان په دغه موده کې له پاکستان څخه هم ۱۱۶۲۶ افغانان چې په دغه هیواد کې یې د اوسیدانې د اسنادو پرته ژوند کوه خپل وطن ته ستانه شوي دي.

د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت د مطبوعاتي څانګې غړی سید عبدالباسط انصاري وايي، چې له ایران څخه افغانستان ته د افغان مهاجرنیو د ایستلو بهیر کومه نوې خبره نه ده بلکې د ښاغلي انصاري په وینا دا بهیر په تیرو کلنو کې هم همدغسې دوام درلود.

اغلي انصاري د افغان مهاجرینو د کوربه هیوادونو څخه هم غوښتل چې افغانستان کې حالاتو ته په کتنې دې افغان مهاجرینو ته نورهم په خپلو هیوادونو کې د اوسیدلو امکانات برابر کړي ترڅو هغوی په داوطلبانه ډول خپل وطن ته ستانه شي.

د ایران حکومت د طالبانو له حکومت غوښتي، چې دغه هیواد ته د تللوونکو افغانانو د تللو مخه دې ونیسي او دا ځکه چې ایران په دومره لوی شمیر مهاجرینو د ساتلو او ورته د امکاناتو د برابرولو توان نلري.

دا درې اړخیزې او څلور اړخیزې غونډې په داسې حال کې جوړیږي، چې په وروستیو اونیو کې په ایران کې د میشتو افغان مهاجرینو سره د ناسم چلند په اړه په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه راپورونه خپاره شوي دي.

د عنایت الله الکوزي په نوم په ایران کې میشت یو افغان مهاجر امریکا غږ ته وویل چې یو شمیر افغانانو سره تاوتریخوالی وروسته له هغې په ایران کې زیات شو چې په مشهد کې یو کس په ایراني اخوندانو باندې برید وکړ او دوه تنه یې ووژل.

د دغو راپورونو د خپریدو وروسته په کابل ، هرات او خوست ولایتونو کې د ایران په خلاف لاریونه هم شوي او په کابل او هرات کې لاریون کوونکو د ایران په سفارت او قنسلګرۍ د ډبرو ګوزارونه هم کړي دي.

په ایران کې د افغان مهاجرینو د ملاتړ د یوې ادارې مشره میرمن اصفه ستانکزې امریکا غږ سره په مرکه کې د ملګروملتونو په ګډون د افغانستان او ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د غونډو جوړیدل ښه اقدام ګڼي او هیله لري چې دا غونډې به په ایران او پاکستان کې میشتو مهاجرینو ته روغتیا او ښوونې روزنې په برخه کې د اسانتیاو په برابرولو کې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG