د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: ایران تیره اونۍ ۶ زره افغان کډوال افغانستان ته شړلي دي


د طالبانو د حکومت د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت وايي تیره اونۍ اوه زره ۷۸۱ افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي، چې د دغې ډلې پنځه زره او ۸۷۴ تنه یې هغوی د رضا پرته وطن ته ستانه کړل شوي دي.

د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت د چهارشنبې د ورځې ناوخته اپریل ۱۳ ( حمل ۲۵) وویل، چې تیره ورځ یو زر او ۹۳۹ تنه افغان کډوال د نیمروز ولایت له سرحد څخه افغانستان راغلي، چې د دې شمیر له یوزر او ۵۰۰ څخه زیات یې په اجباري ډول له ایران څخه ایستل شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې د حمل په ۲۰ او ۲۱ هم درې زره او ۳۰۳ افغان کډوال خپل وطن ته ستانه شوي، چې له ډلې یې دوه زره او ۴۱۲ تنه چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړی شوي دي.

د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت ویلي چې د حمل په ۱۸ مه ورځ هم ایران څخه افغانستان ته یو زر او ۹۲۷ افغان کډوال وطن ته ستانه شوي چې د دغه وزارت د معلوماتو له مخې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه سوه او اوه تنه یې په خپله خوښه او پاتې نور په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړی شوي دي.

تیره اونۍ د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت ویلي وو، چې تیره میاشت ۲۲ زره او ۳۴۰ تنه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي وو، چې اکثره یې د هغوی د رضا پرته خپل وطن ته ستانه کړی شوي وو.

د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت شمیرنې ښيي، چې له ایران څخه وطن ته په جبري ډول د افغان کډوالو د ستندیدلو لړۍ یو ځل بیا چټکه شوې ده. دا وزارت وايي ستنیدونکو کډوالو سره د ستنیدلو پر مهال د مهاجرت د نړیوالې ادارې 'آی او ایم' له خوا مرستې شوي دي.

ایران کې دافغان کډوالو سره د ناسم چلند په اړه په ټولنیزو رسنیو کې رپوټونه وروسته له هغې په پراخه کچه خپاره شو، چې د ایراني چارواکو د وینا له مخې یو ازبک په چاقو د مشهد په ښار کې د امام رضا په زیارت کې درې ایراني مذهبي مشرانو باندې برید وکړ، چې په ترڅ کې دوه تنه مړه او یو بل ژوبل شو.

په ټولنیزو رسنیو کې ویديوي تصویرونه چې په خپلواک ډول یې تصدیق نه دی شوی ښيي، چې په ایران کې میشت یو شمیر افغان کډوال د یو شمیر ایراني اوسیدونکو له خوا توهین او تحقیرکیږي او حتی وهل او ډبول کیږي.

کابل کې د ایران سفارت افغان کډوالو سره د ناسم چلند په اړه خپاره شوي رپوټونه رد کړي او په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي ویډیوي تصویرونه یې یو ' هدفمند او پلان شوی' عمل ګڼلی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې افغانانو سره د ناسم چلند په اړه د خپرو شوو رپوټونو وروسته یو شمیر افغانانو په کابل، هرات او خوست ولایتونو کې د ایران په خلاف لاریونه کړي او په کابل اوهرات کې یې د دغه هیواد سفارت او قنسلګرۍ باندې د ډبرو ګوزارونه کړي دي.

د دغو لاریونونو وروسته د ایران حکومت د طالبانو له حکومت د خپل سفارت او قنسلګریو د امنیت د خوندیوب غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG