د لاس رسي وړ اتصالات

جرآت: ۲۰۱۸ کې څه کم ۷ لکه افغان کډوال بېرته هېواد ته را ستانه شوي


د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي، د روان ۲۰۱۸ مېلادي کال له پیل نه تر دامهاله څه کم ۷ سوه زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت وايي چې د بېرته راستانه شوو کډوالو زیاته برخه یې له ایران، پاکستان، ترکیې، عربستان، او اروپايي هېوادونو څخه دي.

له ایران څخه بېرته راستنېدونکې افغان کډوال
له ایران څخه بېرته راستنېدونکې افغان کډوال

د دغه وزارت ویاند اسلام الدین جرآت د شنبې په ورځ د «لېندۍ پر۱۷مه» امریکا غږ ته وویل:"په دغه کال کې ۶۳۰زره افغانان له ایران، ۴۰ زره له پاکستان، ۲۶زره له ترکیې نژدې ۲۳۰۰ له له اروپايي هېوادونو او څه باندې ۲۰۰ تنه له سعودي‌ عربستان څخه بېرته راستانه شوي دي."

نوموړي زیاته کړه چې د یادو راستنو شوو افغان کډوالو له ډلې ۲۶۱ تنه هم له جرمني‌ څخه بېرته افغانستان ته را استول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې له اروپا څخه د ایستل شوو افغان کډوالو لویه برخه یې هغه دي چې د کډوالۍ غوښتلو شرایط یې نه دي منل شوي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې بیا تېره ورځ په خپل یوه راپور کې وویل چې تر پرون جمعې پورې ۷لکه او ۷۳ زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

دغې ادارې په خپل راپور کې ویلي و چې د د یادو افغانانو زیاته یې برخه یې ډیفورټ شوي یا هغه کډوال دي چې په زوره افغانستان ته استول شوي‌ دي.

د کډوالو او ستنېدو چارو وزارت د معلوماتو لمخې په ۲۰۱۸ کال کې نسبت نورو کلونو ته په اروپايي هېوادونو کې د افغانانو پناه غوښتل کم شوي دي.

افغان کډوال
افغان کډوال

​دغه وزارت وايي، په ۲۰۱۵ مېلادي کال کې ۲۵۰زره او په ۲۰۱۶ کال کې ۴۷زره کسانو په اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتلو غوښتن لیکونه وړاندې کړي و چې په ۲۰۱۸ کال کې یوازې ۲۶زره تنو افغانانو د پناه غوښتنه کړې ده.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتلو په غوښتن لیکونو کې د کموالي لامل د یادو هېوادونو لخوا د کډوالۍ په شرایطو کې د سختوالي راوستل په ګوته کوي.

XS
SM
MD
LG